د لاسرسي لېنکونه

ټرمپ وايي مرکزي اروپا کې د امنیت او سولې دفاع ته ژمن دی


د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ نن د پولنډ په پلازمېنه وارسا کې وویل چې هېواد یې په مرکزي اروپا کې د امنیت او سولې دفاع ته متعهد دی.

ډونالد ټرمپ وویل چې متحد ایالات له پولنډ سره ګډ کار کوي څو د روسیې د بې ثابتونکو فعالیتونو ځواب ورکړي.

ډونالد ټرمپ بېګا پولنډ ته ورسېد.

هغه نن د پولنډ له ولسمشر سره تر خبرو وروسته، خبریالانو ته وویل چې له پولنډ او ناټو سره د امریکا پیاوړی اتحاد د بحران د کمېدو لپاره مهم دی څو اروپا بیا د نړۍ د قدرتونو ترمنځ د جګړې په ډګر بدله نه شي او د نړۍ امن ټینګ وساتل شي.

ټرمپ نن د پولنډ له ولسمشر اندرې دودا سره په خبري غونډه کې وویل:

"امریکا تیاره ده چې له پولنډ او نورو اروپايي هېوادونو سره مرسته وکړي چې د انرژۍ د ترلاسه کولو لپاره متعددې سرچینې ولري او د انرژۍ پر یوه منبع چې موږ مونوپولي ورته وایو، متکي پاتي نه شي."

هغه به نن په وارسا کې د ختیځې اروپا د یو شمېر هېوادونو له مشرانو سره وګوري او د پولنډ خلکو ته به ټلویزیوني وینا وکړي.

ډونالد ټرمپ به نن د ورځې په پاي کې جرمني ته ولاړ شي.

هغه سبا د جرمني په هامبورګ ښار کې د نړۍ د شل سترو اقتصادي قدرتونو د مشرانو په غونډه کې برخه اخلي او د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره هم ګوري.

XS
SM
MD
LG