د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۹ کب ۱۴۰۲ کابل ۰۸:۰۵

ټرمپ له پولنډي سیال سره: امریکا اروپا کې د امنیت ټینګښت ته ژمنه ده


د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ اروپا ته د خپل دوهم رسمي سفر په ترڅ کې د پولنډ له ولسمشر اندژي دودا «Andrzej Duda» سره ولیدل او د مرکزي اروپا د ثبات د ټینګښت او د روسیې د کړنو د مخنیوي په برخه کې یې د خپلې همکارۍ ژمنه وکړه.

ولسمشر ټرمپ له ښاغلي دودا سره په یوه ګډ خبري کنفرانس کې وویل:

"امریکا په مرکزي اروپا کې د سولې او امنیت د ټینګښت په برخه کې ژمنه ده او د روسیې له‎خوا د بې‌ثباته کولو کړنو په ځواب کې به د پولنډ سره یوځای کار وکړي."

ډونالد ټرمپ په پام کې لري د ټلوېزیون له لارې هم د پولنډ خلکو ته وینا وکړي.

په مې میاشت کې اروپا ته په خپل لومړني رسمي سفر کې ډونالد ټرمپ د ناټو پر ائتلاف انتقاد کړی و چې د خپلو دفاعي لګښتونو په برخه کې یې سمه ونډه نه‎ده اخیستې.

ولسمشر ټرمپ د ناټو ائتلاف په برخه کې د واشنګټن د ژمنو په اړه وویل:

"له ناټو او پولنډ سره زموږ قوي همکاري د جګړې د مخنیوي لپاره ډېره مهمه ده او دا تضمینوي چې د لویو ځواکونو تر منځ جګړه هېڅکله اروپا نه‌اغېزمنوي او نړۍ به یو امن او ښه ځای وي."

د پولنډ دفاع وزیر انتوني میسرویسز «Antoni Macierewicz» ویلي چې د امریکا متحده ایالاتو موافقه کړې چې د پاتریوت «Patriot» راکټي دفاعي سیسټم به پر پولنډ وپلوري او د هغه د پلورلو توافق پولنډ ته له رسېدو سره ډونالد ټرمپ لاسلیک کړ.

ولسمشر ټرمپ له اندژي دودا سره په ګډه خبري غونډه کې د امریکا د ۲۰۱۶ میلادي کال په ولسمشریزو انتخاباتو کې د روسیې د مداخلې په اړه له ډېرو جزئیاتو پرته وویل:

"زه فکر کوم دا روسیه وه او فکر کوم احتمال لري نور افراد یا هېوادونه واوسي."

ولسمشر ټرمپ په پام کې لري چې په وارسا کې په هغې سرمشریزه کې چې د پولنډ او کروشیا یوه ګډه پروژه ده ګډون وکړي.

دا پروژه چې د درېیو سمندرونو نوښت نومېږي، په ۲۰۱۶ میلادي کال کې پیل شوې وه او هدف‌یې د هغو هېوادونو تر منځ چې د ادریاتیک، بالتیک او تورې بحیرې پر څنډو پراته دي، سوداګریزې، بنسټیزې او د تېلو او هم په سیاسي چارو کې ګډې همکارۍ پیاوړې شي.

په‎ دې پروژه یا نوښت کې هنګري، چک جمهوریت، سلواکیا، رومانیا، بلغاریا، لېتوانیا، استونیا، لاتویا، سلوانیا او اتریش هم شامل دي.

سپینې ماڼۍ ویلي چې ولسمشر ټرمپ به په ‎دې سرمشریزه کې د هېوادونو هغه مشران چې د تېلو له اړخه پر روسیې د اتکا له کبله اندېښنې لري، وهڅوي چې د امریکا د طبیعې ګازو د نویو موجودو منابعو څخه ګټه واخلي.

ټاکل شوې تر دغې وینا وروسته ښاغلی ټرمپ له پولنډه د جرمني هامبورګ ښار ته ولاړ شي چېرې چې په پام کې لري د جي شل «G-20» هېوادونو په سرمشریزه کې ګډون وکړي.

دغه‌راز ټاکل شوې وه ولسمشر ټرمپ د جولای پر اوومه نېټه یعنې سبا د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره د جي شل غونډې په څنډو کې وګوري.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر رکس ټېلرسن ویلي چې هېواد یې چمتو دی څو په سوریه کې د روسیې سره همکاري وکړي چې په‎ دې کې پوځي مسایل هم شامل دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر رکس ټېلرسن
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر رکس ټېلرسن

دی وایي، دا خبرې به د روسیې او امریکا د مشرانو تر منځ د خبرو په لړ کې یادې شي.

ټېلرسن د چهارشنبې په ورځ ویلي چې امریکا له روسیې سره په تفاهم په سوریه کې د خوندي سیمې یا زون د رامنځته کېدو په برخه کې او هم د داسې ګډ مېکانیزم په رامنځته کېدو موافقه ده چې په سوریه کې اوربند وڅاري څو مستحقو خلکو ته په سوریه کې د بشري مرستو رسول ډاډمن شي.

ټېلرسن ویلي چې د امریکا او روسیې همکاري به په سوریه کې ثبات رامنځته کړي.

XS
SM
MD
LG