د لاسرسي لېنکونه

چهارشنبه ۱ لیندۍ ۱۳۹۶ کابل ۰۷:۲۷

په ننګرهار کې د هاوان مرمۍ لګېدو ۱۷ تنه ټپیان کړي


د ننګرهار د غني خېلو ولسوالۍ پر شېرګر بازار د هاوان ګولۍ لګېدلې چې اوولس تنه پکې زخمیان شوي دي.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي نن ازادي راډیو ته وویل چې د شپږو زخمیانو روغتیايي وضعیت ښه نه دی او ټول زخمیان د جلال اباد روغتون ته لېږدول شوي دي.

د ننګرهار چارواکي وايي چې د هاوان مرمۍ وسله والو طالبانو د شېرګر بازار ته ور ویشتې ده.
خو طالبانو څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG