د لاسرسي لېنکونه

پنجشنبه ۲ لیندۍ ۱۳۹۶ کابل ۰۰:۵۱

نن پنجشنبه به په بدخشان کې د یوې پولیسې جسد خاورو ته وسپارل شي


نن به د بدخشان مرکز فیض‌اباد کې د هغې پولیسې جسد خاورو ته وسپارل شي چې تېره اوونۍ طالبانو برمته کړې وه.

طالبانو یوه اوونۍ مخکې دوه پولیسې له برمته کېدو وروسته ووژلې او د هغوی مړي یې سیند ته واچول.

د بدخشان د والي مرستیال ګل محمد بېدار ازادي راډیو ته وویل:

"دوه ښځینه پولیسې چې د طالبانو د یوه کمین په ترڅ کې شهیدانې شوې. د یوې جسد پیدا شو."

دا دوه وژل شوې پولیسې خویندې وې چې د یوې مړی پرون وموندل شو او د بلې یوې لا تری تم دی.

XS
SM
MD
LG