د لاسرسي لېنکونه

ایران وایي سږ کال به ایرانیان د حج په مراسمو کې برخه واخلي


ایران وایي، له سعودي عربستان سره د کړکېچ سربېره به سږ کال ایرانیان د حج په مراسمو کې برخه واخلي.

د ایران نیمه دولتي اژانس، اېسنا، پرون د مذهبي مشر ایت‎الله خامنه‌اي د یوه استازي علي قاضي عسکر په وینا خبر ورکړ چې تېره میاشت د ملي امنیت شورا موافقه کړې وه چې ایرانیان به په حج کې ګډون کوي.

بل لور ته د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې په جده، مکه او مدینې کې به خپل مسؤل خلک ځای پر ځای کړي تر څو ایراني حاجیانو ته په سپټمبر کې د حج د مراسمو پر مهال اسانتیاوې برابرې کړي.

ایران د تېر کال د حج مراسم وروسته تر هغه بایکاټ کړل چې وړم کال د حج پر مهال ۲۴۲۶ حاجیان ووژل شول چې په دوی کې ۴۶۴ د ایران وو.

XS
SM
MD
LG