د لاسرسي لېنکونه

دوشنبه ۳ تله ۱۳۹۶ کابل ۰۵:۱۰

ازبکستان د پخواني شوروي اتحاد د وخت بلاک سره نه‌یوځای کېږي


ازبکستان وایي چې د پخواني شوروي اتحاد د وخت له امنیتي بلاک سره به چې روسیه‌یې مشري کوي، یوځای نه‎شي.

د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر عبدالعزیز کامیلوف پرون په یوه ټلوېزیوني مرکه کې وویل، موږ د ګډو امنیتي ګټو د سازمان د غړیتوب د نوي کېدو پلان په اجنډا کې نه‎لرو او په راتلونکي کې هم پر دې مسئلې بحث نه‎کوو.

د ګډو امنیتي ګټو په سازمان کې د پخواني شوروي اتحاد جمهوریتونه بلاروس، ارمنستان، قرغزستان، تاجکستان او قزاقستان شامل دي.

ازبکستان له ۱۹۹۹ تر ۲۰۰۶ کلونو پورې په دې سازمان کې خپل غړیتوب ځندولی و او بیا په ۲۰۱۲ کې له دې سازمانه بهر شو.

وروسته تر دې چې تېر کال په ډسمبر کې شوکت میرضیایف ولسمشر شو، داسې ویل کېدل چې ازبکستان به بېرته د ګډو امنیتي ګټو له سازمان سره یوځای شي.

XS
SM
MD
LG