د لاسرسي لېنکونه

رکس ټېلرسن راتلونکې یکشنبه په رسمي سفر کیف ته ځي


ټاکل شوې ده چې د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر رکس ټېلرسن راتلونکې یکشنبه په رسمي سفر کیف ته ولاړ شي او د اوکراین له ولسمشر پترو پروشنکو سره خبرې وکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې ویلي دي چې ټېلرسن به د سفر پر مهال د اوکراین پر واکمنۍ او ځمکنۍ بشپړتیا ټینګار وکړي او د اوکراین له دولته به وغواړي چې اصلاحاتو ته ادامه ورکړي.

د اوکراین د ولسمشر دفتر پرون وویل چې پروشنکو به له ټېلرسن سره د کیف او واشنګټن د اړیکو پر پیاوړتیا وغږېږي او هڅه به وکړي چې په اوکراین کې د روسیې د مداخلې د مخنیوي لپاره هڅې لاپسې همغږه کړي.

له ادعا سره سم روسیه د اوکراین په ختیځ کې د بېلتون غوښتونکو ملاتړ کوي.

په اوکراین کې د ۲۰۱۴ کال له اپرېل راپه دې‌خوا د جګړو پر مهال تر لس زره ډېر کسان وژل شوي دي.

XS
SM
MD
LG