د لاسرسي لېنکونه

چهارشنبه ۱ لیندۍ ۱۳۹۶ کابل ۰۸:۲۲

ټېلرسن: امریکا تیار دی چې د سوریې په اړه له روسیې سره همکاري وکړي


د امریکا د بهرنیو چارو وزیر رکس ټېلرسن وایي، متحده ایالات دې ته تیار دی چې د پوځي مسایلو په ګډون د سوریې په اړه له روسیې سره همکاري وکړي.

دغه د روغې جوړې نوی نیت روانه اوونۍ د امریکا او روسیې د ولسمشرانو تر کتنې مخکې څرګندېږي.

ټېلرسن د چهارشنبې په ورځ وویل چې متحده ایالات تیار دی چې له روسیې سره په همکارۍ په سوریه کې د الوتنې د ممنوعه سیمو او پر اوربند د ګډې څارنې د یوه مېکانیزم د رامنځته کولو لپاره وړاندیزونه واوري.

ټېلرسن وايي:

"زه فکر کوم چې د دې مسئلې مهم اړخ دا دی چې له دې ځایه موږ هغه هڅې پیل کړي چې په ترڅ کې يې په خپلو کې او هم له روسیې سره د پوځونو تر منځ او هم په ډیپلوماتیکه کچه د باور اعاده کول پیلوو. زما په باور دا هغه هڅه ده چې هم زموږ د دواړو ګډې ګټې او هم په پراخه کچه د نړېوالې ټولنې ګټې تأمینوي."

ټېلرسن دغه‌راز وویل چې د متحده ایالاتو او روسیې همکاري به په سوریه کې د ثبات لپاره لاره هواره کړي.

ټاکل شوې ده چې د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ او د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د لومړي ځل لپاره سبا په هامبورګ کې د جي شل «G-20» یا د شلو سترو صنعتي هېوادونو د سرمشریزې تر څنګ وګوري.

تمه ده چې دواړه مشران به د سوریې په اړه هم خبرې وکړي.

XS
SM
MD
LG