د لاسرسي لېنکونه

دوشنبه ۳ تله ۱۳۹۶ کابل ۰۷:۳۰

د چین ولسمشر د جرمني له صدراعظمې سره وکتل


د چین ولسمشر شي جین پینګ نن په برلین کې د جرمني له صدراعظمې انګلا مېرکل سره کتلي دي.

د نوموړي دا لیدنه د جولای په اوومه او اتمه نېټه په هامبورګ کې د جي شل هېوادونو د مشرانو له غونډې مخکې د یو لړ ډیپلوماټیکو غونډو برخه ده.

د چین ولسمشر په برلین کې وویل د چین او جرمني تر منځ اړیکې نوي پړاو ته داخلې شوي دي.

د جرمني صدراعظمې انګلا مېرکل وویل، د پانګونې د تړون د لاسلیک سربیره چې یو ورځ به د بشپړې ازادې سوداګرۍ لپاره لاره پرانیزي برلین له چین سره په دوه اړخیزه توګه د بازارونو پرانیستل غواړي.

مېرکل همدارنګه وویل جرمني له چین سره په افریقا او افغانستان کې د دې هېواد په ځینو پروژو کې هم همکاري کولی شي.

د چین ولسمشر شي نن له مسکو څخه برلین ته ورسېده.

نوموړي ته د جرمني د ولسمشر فرانک والټر شټاین مایر له خوا هرکلی وویل شو.

شي جین پینګ او مېرکل به د جولای په اوومه او اتمه نېټه د جرمني په هامبورګ ښار کې د نړۍ د شلو صنعتي هېوادونو له نورو مشرانو سره به په غونډه کې ګډون وکړي.

XS
SM
MD
LG