د مزارشریف اوسېدونکي د جنايي جرایمو او په موتړسایکل سپرو غلو د حضور له زیاتوالي شکایت کوي او د بلخ ولایت امنیتي چارواکي د امنیت د ټینګښت او د خپلسریو د مخنیوي په برخه کې په بېپامۍ تورنوي.
د مزارشریف اوسېدونکي وايي چې په موتړسایکل سپاره کسان د مزار شریف په کوڅو او سړکونو کې له ښځو، ماشومانو او نارینهو څخه ټیلیفونونه، لاسي بکسونه او نور وسایل غلا کوي.
د مزارشریف دوه تنه اوسېدونکي تبریز او شکور په دې اړه وايي:
"موتړسایکل سپاره غله په هره کوڅه او د ښار په ګوښو کې موجود دي، دوی له ښځو او ځوانانو ټیلیفونه، لاسي بکس او پیسې چور کوي او تښتي. په اکثرو مواقعو کې د خلکو د سترګو په وړاندې دا کار دوی کوي، خو څوک نهشته چې مخهیې ونیسي."
"غله موجود دي د ماښام له طرفه چې هوا تیاره شي، له وړو وسلو سره د خلکو لارې نیسي، اکثراً په یوه موټرسایکل دوه تنه سپاره وي. دوی خلکو ته ډېر لوی لوی جنجالونه جوړ کړي دي."
د مزارشریف ځیني اوسېدونکي ادعا کوي چې په ځینو مواردو کې پولیس له دې غلو سره لاس لري او ترې باج اخلي.
دوی وايي چې دا کسان په غیر قانوني او بې اسنادو موتړسایکلونو تګ راتګ کوي او په ډېرو مواردو کې له ځان سره غیر قانوني سلاح لېږدوي.
په همدې حال کې د بلخ د پولیسو ویاند شیر جان دُراني سره لهدې چې د یادو وسلهوالو موتړسایکل سپرو غلو موجودیت تائیدوي، وايي چې تېره اوونۍ یې څو تنه د غلا په تور نیولي دي.
د بلخ د امنیه قوماندانۍ دا منصبدار وايي چې خلک په دې خاطر چې د دې غلو له شره په امان کې وي، په عمومي واټونو کې دې په ټیلیفون کې خبرې نهکوي.
هغه داسې استدلال وکړ:
"موږ په همدې تور چې دا کسان غلا کوي، تېره اوونۍ پنځه تنه ونیول او عدلي ارګانونو ته مو معرفي کړل، یوه مسئله باندې باید صادقانه خبرې وکړو چې آیا دا کار مناسب دی چې خلک په سړک ټیلیفون کې خبرې وکړي."
دا په داسې حال کې ده چې تر دې پخوا هم دا ډول شکایتونه موجود وو، خو د امنیه قوماندانۍ د دا ډول غلاوو په مخنیوي کې پاتې راغلې.
راپور: مجیبالرحمن حبیبزی