د لاسرسي لېنکونه

د افغانستان د فوټبال د ۱۵کلنو لوبډلې قرغزستان ته ماته ورکړه


د فوټبال د اسیا مرکزي زون په دوهمه لوبه کې پرون مازیګر ناوخته د افغانستان د فوټبال د ۱۵ کلنو لوبډلې قرغزستان ته ۳ د ۱ پر وړاندې ماته ورکړه.

د افغانستان د فوټبال فدراسیون تخینکي ډایرکتر طاهر رؤفي نن چهارشنبه ازادي راډیو ته وویل چې د فوټبال د ۱۵ کلنو لوبډلې د دوشنبې په ورځ په لومړۍ لوبه کې تاجکستان ته ۳ د ۱ پر وړاندې ماته ورکړې وه.

د فوټبال د آسیا مرکزي زون د سیالیو په لړ کې په پام کې ده چې د افغانستان د فوټبال د ۱۵ کلنو لوبډله د جمعې په ورځ ۵:۳۰ بجې له ترکمنستان سره لوبه وکړي.

په دغو سیالیو کې د افغانستان، تاجکستان، ازبکستان، ترکمنستان او قرغزستان د فوټبال د ۱۵کلنو لوبډلې ګډون کړی دی.

د آسیا د مرکزي زون سیالۍ د روان مېلادي کال د جولای میاشتې په دوهمه پیل شوې او د همدې میاشتې تر ۱۲مې دوام کوي.

XS
SM
MD
LG