د لاسرسي لېنکونه

کندهار کې د اوبو ۱۱ کانالونه ګټې اخیستنې ته وسپارل شول


د کندهار په پنجوايي او ژېړۍ ولسوالیو کې د اوبو ۱۱ کانالونه ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.

د کندهار د کرنې او مالدارۍ رئیس سید حفیظ‎‌الله سیدي نن چهار شنبه ازادي راډیو ته وویل چې دغه کانالونه د کرنې ریاست له‎خوا د څه باندې ۱،۸ میلیونه ډالرو په مالي لګښت جوړ شوي دي.

سیدي زیاتوي چې د درېیو نورو کانالونو نېږدې ۵۰ فیصده چارې بشپړې شوي او ډېر ژر به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

د کندهار د کرنې او مالدارۍ ریاست د معلوماتو له‎مخې، د اوبو د کانالونو په فعالیت سره به په کندهار کې د کروندګرو ستونزه یو څه راکمه شي او هم به د کرنیزو توکو په حاصلاتو کې د پام وړ زیاتوالی راشي.

XS
SM
MD
LG