د لاسرسي لېنکونه

چهارشنبه ۱ لیندۍ ۱۳۹۶ کابل ۰۷:۲۸

امریکا د شمالي کوریا له‌خوا د بالسټیک میزایل ازمویل تائید کړي


امريکا پرون سې شنبه تائيد کړه چې شمالي کوريا يو بين‎‌القاره‎يي بالسټيک ميزايل ازمويلی دى.

واشنګټن دا اقدام د امريکا متحده ايالاتو او خپلو متحدانو ته نوى زياتېدونکى ګواښ بللى دى.

د امريکا دفاع وزارت او د بهرنيو چارو وزير رکس ټېلرسن د شمالي کوريا د بالسټيک ميزايلو په ټکنالوژۍ کې دا نوى خوځښت تائيد کړ.

خو پيونګ يانګ ويلي، دغه ميزايل د هايډروجني بمونو په څېر سترې اټمي سرګلولې لېږدولى شي.

امريکا دغه ازموينه په داسې حال کې تائيدوي چې د امريکا پوځ او جنوبي کوريا د ځواک ښودنې په هدف د کوريا سواحلو څېرمه اوبو ته څو ميزايلونه ويشتلي دي.

XS
SM
MD
LG