د لاسرسي لېنکونه

چهارشنبه ۱ لیندۍ ۱۳۹۶ کابل ۰۱:۵۲

د کرکټ ملي لوبډله غواړي ټسټ لوبې په شارجه لوبغالي کې وکړي


افغانستان چې دوه اوونۍ مخکې یې د کرکټ د نړیوالې شورا بشپړ غړیتوب واخیست، غواړي د شارجې د کرکټ لوبغالی د خپلو ټسټ لوبو د ترسره کولو ځای وټاکي.

د افغانستان د کرکټ بورډ اجرائيه مشر شفیق ستانکزي «ګلف نیوز» ته ویلي، د شارجې کرکټ لوبغالی به د افغانستان د ټسټ لوبو د ترسره کولو ځای وي.

ګلف نیوز وايي، دا چې د امنیتي دلایلو له‎مخې نړیوال ټیمونه د لوبو لپاره افغانستان ته نه‎شي تللی، نو افغانستان به خپلې نړیوالې لوبې په متحده عربي اماراتو کې ترسره کوي.

ښاغلي ستانکزي هغه راپورونه هم رد کړل چې افغانستان به د خپلې لومړنۍ ټسټ لوبې لپاره تر ۲۰۱۸ میلادي کال انتظار باسي.

نوموړي وویل، د افغانستان د کرکټ ټیم به ډېر زر خپله لومړنۍ ټسټ لوبه وکړي او په دې اړه له بېلابېلو لورو سره خبرې روانې دي.

XS
SM
MD
LG