د لاسرسي لېنکونه

شنبه ۲۷ لړم ۱۳۹۶ کابل ۰۵:۲۱

هلمند چارواکي: په ناوې ولسوالۍ کې ۶۴ وسله‌وال وژل شوي


د هلمند چارواکي وايي، په ناوې ولسوالۍ کې د ځمکنيو او هوايي عملياتو په نتيجه کې ۶۴ وسله‎وال طالبان وژل شوي دي.

د هلمند مطبوعاتي دفتر تېره شپه په يوه اعلاميه کې وويل چې دغه عمليات له يکشنبې راهيسې په ناوې ولسوالۍ کې روان دي چې تر دې دمه‌يې په نتيجه کې ٤٠ تنه نور وسله‎وال طالبان ټپيان شوي دي.

په اعلاميه کې ويل شوي چې په هوايي عملياتو کې د غوڅ ملاتړ مأموريت همکاري کوي.

وسله‎والو طالبانو په دې اړه تبصره نه‎ده کړې.

XS
SM
MD
LG