د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۶

چین او روسیه: د امریکا، شمالي او جنوبي کوریا وروستي اقدامات دې ودرېږي


په کرملېن کې د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین او د چین د ولسمشر شي جین پېنګ تر لیدنې وروسته دواړو مشرانو په یوې ګډې اعلامیه کې په یو وخت د شمالي کوریا د اټمي پروګرام او د لیرې واټن ویشتونکو توغندیو او د امریکا او جنوبي کوریا د پراخو پوځي تمریناتو د په ټپه درېدو پر اړتیا ټینګار کړی دی.

د روسیې او چین د مشرانو تر منځ له دې لیدنې وروسته د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په یوې خبرپاڼه کې ویلي، مسکو او پیکېنګ له واشنګټن څخه غوښتي چې په جنوبي کوریا کې دې د "تاد" په نوم د توغندیو د دفاعي سیسټم له لګولو ډډه وکړي.

د چین ولسمشر له خپل روسي سیال سره
د چین ولسمشر له خپل روسي سیال سره

د امریکا متحده ایالاتو د شمالي کوریا د توغندیو د ګواښ په وړاندې د توغندیو د دې دفاعي سیسټم فعالول لازم بللي دي.

چین د شمالي کوریا له‎خوا د اوږده واټن ویشتونکي توغندي د وروستۍ ازموینې وروسته له ټولو خواوو د زغم غوښتنه کړې.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند جېنګ شوانګ ویلي، هېواد يې په قاطع توګه د شمالي کوریا د هر هغه فعالیت مخالف دی چې د توغندیو د ازموینې په اړه د ملګرو ملتونو د ملي امنیت شورا له پرېکړو سره په مخالفت کې وي.

جاپان د شمالي کوریا له‎خوا د توغندي د وروستۍ ازموینې په وړاندې سخت اعتراض کړی او هغه‌یې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له پرېکړو یوه ښکاره سرغړونه بللې ده.

شمالي کوریا د سې شنبې په ورځ ادعا وکړه چې «هُواسانک-۱۴» ډوله د لیرې واټن ویشتونکی توغندی یې په بریالیتوب ازمویلی دی.

شمالي کوریا وايي، دې توغندي له ځمکې په ۲۸۰۰ کېلو متره ارتفاع کې ۳۹ دقیقې الوتنه وکړه او هدف له‎منځه یووړ.

په امریکا کې د لیرې واټن ویشتونکو توغندیو یو څېړونکي ډېوېډ رایټ ویلي، که چېرې د دې توغندي د ارتفاع او د الوتنې د وخت په اړه اطلاعات سم وي، نو په عادي مسیر کې دا توغندی ۶۷۰۰ کېلو متره واټن وهلی شي او د امریکا د الاسکا سیمې ته رسېدلی شي.

دا په داسې حال کې ده چې د روسیې د دفاع وزارت د امریکا، جاپان او جنوبي کوریا د پوهانو ارزونې رد کړې دي.

د دې هېوادونو څېړونکو ویلي چې د شمالي کوریا له‎خوا ازمویل شوی توغندي یوازې ۵۳۵ کېلو متره ارتفاع واخیسته او د الوتو فاصله‌یې له هغه ځایه چې وتوغول شو تر هغه ځایه چې د جاپان په اوبو کې وغورځېده ۵۱۰ کېلو متره وه.

شمالي کوریا له کلونو راهیسې د لیرې واټن ویشتونکو داسې توغندیو پر جوړولو کار کوي چې د اټمي سرګلولې د انتقال او د امریکا د متحده ایالاتو د هدف ګرځولو وړتیا ولري.

XS
SM
MD
LG