د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۷

پولیس له کوم شک او جرمي شواهدو پرته د یو چا د نیولو حق لري؟


پولیس حق نه‌لري د جرم د ارتکاب په اړه له کره شواهدو پرته د خلکو ازادي سلب یا محدوده کړي.

دا خبره د افغانستان د حقوق پوهانو د ټولنې مشر کړې ده.

د پولیسو د صلاحیتونو موضوع د هغې افغانې نجلۍ د کیسې له راپورته کولو وروسته مطرح شوې چې په هرات کې د یوه هلک سره په پارک کې نیول شوې.

۲۴ کلنه ملیحه درې کاله وړاندې د هرات ښار په یوه پارک کې داسې مهال د پولیسو له‌خوا ونیول شوه چې د دې په خبره له یوه هلک سره‌یې د خپل راتلونکي ژوند په اړه خبرې کولې.

ملیحې روېټرز خبري اژانس ته ویلي چې له هغه وروسته هلک د دې له پېژندلو انکار وکړ او خلاص شو، خو د نجلۍ کورنۍ ګواښ کړی چې که دا ورسره مخامخ شوه نو وبه‌یې وژني.

له هغه وخته ملیحه پرته له دې چې په رسمي ډول محاکمه شي یا یې تور ثابت شي د هرات ولایت په زندان کې د بد لمنۍ په تور بندي ده.

  • خبره دا ده چې ایا په عامه ځایونو کې پولیس حق لري چې له کوم شک او جرمي شواهدو پرته یو څوک ونیسي؟

د افغانستان د حقوق پوهانو د ټولني مشر اجمل هوډمن له ازادي راډیو سره په مرکه کې دا پوښتنه ځواب کړه:

"پولیس هغه وخت صلاحیت لري چې د یو چا ازادي محدوده کړي یا یې سلب کړي چې هلته د جرم د ارتکاب نښې نېښانې موجودې وي، دا چې دوه کسان ناسته ولاړه کوي یا خبرې کوي، هغوی ممکن خور او ورور واوسېږي یا ټولګیوال یا هم د کورنۍ غړي واوسېږي، بناً داسې تصامیم د افغانستان د قوانینو خلاف دی او د اساسي او شخصي ازادیو د اصولو خلاف کار دی."

بل‌خوا د افغانستان په ډېرو سیمو کې حاکم کلتور او ذهنیت هم دې ته لار هواره کړې چې د نجونو او هلکانو تر منځ خبرې کول یا ناسته ولاړه اخلاقي فساد وګڼل شي او حتی د هغوی د ژوند په بیه تمام شي.

په تېره اوونۍ کې یوازې په هرات او بادغیس کې درې نجونې او هلکان د هغه څه په تور ووژل شوه چې د سیمې مسؤلینو اخلاقي فساد وباله.

د هرات د استېناف څارنوالۍ پخوانۍ مشره او د ښځو د حقونو یوه فعاله ماریا بشیر پر امنیتي مسؤلینو انتقاد کوي چې د دې ډول پېښو په لیدو سره یا هغو ته د شخصي دښمنۍ یا ناموسي مسایلو نوم ورکوي او ترې تېرېږي.

  • پوښتنه دا ده چې که چېرې پولیس او امنیتي مؤظفین چې د خلکو د خوندیتوب مسؤلیت لري، په خپله دې ډول کړنو ته توجیه ورکوي، نو د افغانستان د قانون له مخې څنګه ارزول کېږي؟

اجمل هوډمن وایي، د افغانستان په قانون کې دا مسئله ډېره نه‌ده واضح شوې او اړتیا ده چې د پولیسو او جزایي قوانینو په برخه کې بیا کتنه وشي.

اجمل هوډمن.
اجمل هوډمن.

نوموړي زیاته کړه:

"د تقنین په برخه کې باید پر ځینو قوانینو له سره کتنه وشي، مثلاً زموږ اساسي قانون وایي، هېڅ عمل جرم نه‌دی مګر د قانون پر اساس، بیا وایي، هېڅ‌څوک توقیف کېدلی نه‌شي مګر د قانون پر اساس، نو که پولیس یا څارنوال یا بل څوک له خپل صلاحیت څخه ناوړه استفاده کوي او بې له دې چې د قانون حکم واضح وي او شخص توقیف کړي یا یې جرم ته منسوب کړي، نو د هغه پولیس، څارنوال یا محاکمو سره به څه چلند کېږي."

دا غوښتنه داسې مهال کېږي چې دافغانستان ولسمشر اشرف غني څه موده دمخه پر پیاوړي عدلي او قضایې نظام او د اصلاحاتو پر راوستلو ټینګار کړی وو او ویلي وو چې هېڅ‌چا ته به اجازه ورنه‌کړي دغو بنسټونو ته زیان ورسوي.

XS
SM
MD
LG