د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۵۹

د افغانستان د فوټبال د ۱۵کلنو ټیم تاجکستان ټیم ته ماته ورکړه


د فوټبال د آسیا مرکزي زون سیالیو کې د افغانستان د فوټبال د ۱۵کلنو لوبډلې تاجکستان ته ۳ د ۱ پر وړاندې ماته ورکړه.

د افغانستان د فوټبال فدراسیون تخینکې ډایرکټر طاهر رؤفي نن سې شنبه ازادي راډیو ته همدا راز وویل چې د فوټبال د ۱۵ کلنو ملي لوبډله نن مازدیګر ۵:۳۰ بجې له قرغېزستان سره لوبه لري.

په دغو سیالیو کې د افغانستان، ایران، تاجکستان، ازبکستان، ترکمنستان او قرغېزستان د فوټبال د ۱۵ کلنو لوبډلې ګډون کړی دی.

د اسیا د مرکزي زون سیالۍ د روان مېلادي کال د جولای میاشتې په دوهمه نېټه پیل شوې او د همدې میاشتې تر ۱۲ مې دوام کوي.

XS
SM
MD
LG