د لاسرسي لېنکونه

شنبه ۲۷ لړم ۱۳۹۶ کابل ۱۲:۵۸

دفاع وزارت: افغان ځواکونه په اتو ولایتونو کې د شدیدې جګړې مدیریت کوي


د افغانستان د دفاع وزارت مسؤلین وایي چې د حکومت وسله‎وال مخالفین په روان کال کې لوی جنګي پروګرامونه لري او هڅه کوي چې د ولایتونو یو شمېر سیمې تر خپل واک لاندې راولي.

د یاد وزارت سرپرست طارق‌شاه بهرامي د سې شنبې په ورځ یوې خبري ناستې ته وویل چې اوس‌مهال په یو شمېر ولایتونو کې شدیده جګړه روانه ده، خو په خبره‌یې مخالفین به خپلو هدفونو ته ونه‌رسېږي.

ښاغلي بهرامي زیاته کړه:

"شدیدترینه جګړه ده او دا مهال موږ په ۲۱ ولایتونو کې په جګړه بوخت یو او په ۷، ۸ ولایتونو کې موږ شدیده جګړه مدیریت کوو، دښمن خپلې لويې ستراتېژۍ ته په کتو سره دغه جګړه پیل کړې، خو تاسو ته ډاډ درکوم چې خپلو دغو لویو او ستراتېژیکو هدفونو ته به ونه‎رسېږي."

خو ښاغلي بهرامي دا ونه‌ویل چې په کومو ولایتونو کې شدیده جګړه مدیریت کوي، بلکې زیاته‌یې کړه چې د افغانستان په ولایتونو کې جګړه بهرني ترورېستان رهبري کوي.

ښاغلي بهرامي روان کال یو جګړه‎ییز او خونړۍ کال یاد کړ خو هیله‌یې څرګنده کړه چې راتلونکی کال به وسله‎وال مخالفین له جګړې لاس واخلي او سولې ته به غاړه کېږدي.

د افغانستان د دفاع وزارت سرپرست په دغه ناسته کې د بروکسل په کنفرانس کې د نړیوالې ټولنې د اوږدمهال پوځي او سیاسي ملاتړ په اړه هم څرګندونې وکړې.

نوموړي پر دې ټینګار وکړ چې د امریکا متحده ایالات به هم تر لسو ورځو پورې د افغانستان او سیمې په اړه خپله نوې ستراتېژي اعلان کړي چې د ده په خبره په‌کې افغانستان ته د خپلو نورو رالېږونکو پوځیانو او له افغان حکومت سره د خپلو مرستو په اړه به هم جزئیات ولري.

په ورته وخت کې د ولسي جرګې د دفاعي کمېسیون مسؤلین وایي چې په تېرو دوو کلونو کې افغان امنیتي ځواکونو د وسله‎والو مخالفینو په وړاندې په جګړه کې ښه مهارتونه ترلاسه کړي او اړینه ده چې په پرمختللو جنګي وسایلو سمبال شي.

پښتون: د پوځي تجهیزاتو له کمښت سره مخ یو
پښتون: د پوځي تجهیزاتو له کمښت سره مخ یو

د دغه کمېسیون غړي خالد پښتون په دې اړه داسې وویل:

"اوس هم موږ د پوځي تجهیزاتو له کمښت سره مخ یو، په ځانګړي ډول هغه درنې او پرمختللې وسلې چې طالبان‌یې لري، خو زموږ ځواکونه‌یې نه‎لري چې ځای یې تش دی، د ځانګړو ځواکونو زیاتوالی ګټور تمامېږي او درېیم باید د هوايي ځواکونو برخې ته پاملرنه وشي."

دغه غوښتنې په داسې حال کې مطرح کېږي چې د راپورونو له مخې د امریکا متحده ایالات افغانستان ته د نورو څلورو زو عسکرو پر رالېږلو غور کوي او د ناټو له غړو هېوادونو یې غوښتي څو شااوخوا درې زره نور عسکر افغانستان ته ولېږي.

د افغانستان دفاع وزارت هم وایي، کوښښ کوي چې د ځانګړو ځواکونو شمېر دوه برابره کړي او د نورو ځواکونو د روزنې او تجهیز برخې ته هم ځانګړې پاملرنه وکړي.

راپور: سباوون کاکړ

XS
SM
MD
LG