د لاسرسي لېنکونه

سه شنبه ۳۰ لړم ۱۳۹۶ کابل ۰۲:۳۴

د کندهار کروندګر وایي، کرنیز توکي یې بازار نه‌لري


په کندهار کې د مېوو او ترکاریو د فصل په رارسېدو سره، په دغه ولایت کې افغان سوداګر او کروندګر شکایت لري چې دوی د خپلو کرنیزو توکو لپاره بازار نه‎لري.

د متشبثینو د عالي بورډ مشر رحم‎الدین حاجي آغا نن سې‎شنبه ازادي راډیو ته وویل چې په کندهار کې د ورځې درې زره ټنه تولیدي کرنیز توکي راټولېږي چې په یاد ولایت کې ورته بازار نه‌شته او بهر ته هم کم صادرېږي.

نوموړی وایي چې د اړتیا پر مهال په اوونۍ کې یو یا دوه ځله د کندهار له هوايي دګر څخه یوازې ۴۰ تنه کرنیز محصولات د هوايي دهلېز له لارې هند ته صادرېږي چې دوی ته دا مسئله د قناعت وړ نه‎ده.

حاجي آغا وایي چې هر کال په کندهار او ځینو ولایتونو کې د مېوو او ترکاریو د فصل په رارسېدو سره افغان سوداګر ډېر زیان ویني.

XS
SM
MD
LG