د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونه وايي، د سالنګ د نوي تونل په جوړېدو سره به تر ډېره سواګرو ته د مالونو د انتقال په برخه کې اسانتیاوې رامنځته شي.
د سوداګرۍ او صنایعو خونې ویاند صیامالدین پسرلي نن سېشنبه ازادي راډیو ته وویل چې په دې سره به په یاده برخه کې د افغان سوداګرو ۵۰ سلنه ستونزې هوارې شي.
د افغانستان د فواید عامې وزارت ویلي چې ډېر ژر به له یوه اسټرالیايي نړیوال شرکت سره د نوي سالنګ د جوړېدو تړون لاسلیک کړي.
د دغه وزارت ویاند مهدي روحاني نن ازادي راډیو ته وویل چې تړون راتلونکې اوونۍ لاسلیک کېږي او بیا تر یوې میاشتې پورې د اسیا پراختیایي بانک په مالي ملاتړ د ۱۹ میلیونو ډالرو په ارزښت د سالنګ د نوي تونل تخنیکي او اقتصادي څېړنې د یاد اسټرالیايي شرکت لهخوا پیلېږي چې دغه څېړنې به په درېیو کلونو کې بشپړې شي.
د سالنګ نوی تونل د اولنګ په سیمه کې د هندوکش له غرونو تېرېږي او دوشاخ ته غځول کېږي چې ۱۲ کېلو متره اوږدوالی به ولري.