د لاسرسي لېنکونه

جمعه ۳۱ وږی ۱۳۹۶ کابل ۰۳:۳۸

یوې ښځینه ځانمرګې عراق کې ۲ ملکیان ووژل او ۹ نور یې ټپیان کړل


نن یوې ښځينه ځانمرګې بريدکوونکې د داعش او عراقي ځواکونو تر منځ له نښتو د تښتېدونکو ملکيانو په منځ کې په ځان پورې تړلو چاودېدونکو توکو ته چاودنه ورکړه.

عراقي چارواکي وايي چې دا ښځه د تونس وه او د هغو خلکو په ګڼه ګوڼه ورننوته چې د لوېديځ موصل له جګړې تښتېدل.

په دغې سیمه کې حکومتي ځواکونو داعش جنګيالي محاصره کړي دي.

د چاودنې په نتيجه کې دوه ملکيان وژل شوي او نهه نور ټپيان شوي دي چې په ټپيانو کې دوه‌یې د حکومت سرتېري وو.

XS
SM
MD
LG