د لاسرسي لېنکونه

جرمني: د سعودي پاچا به د «جي-۲۰» په غونډه کې ګډون ونه‌کړي


د جرمني د حکومت يوه وياند ويلي، د سعودي عربستان پاچا سلمان بن عبدالعزيز به د «جي-۲۰» په غونډه کې ګډون نه‎کوي.

ټاکل شوې ده، دغه سرمشريزه د جولای په اوومه او اتمه نېټه په هامبورګ ښار کې جوړه شي.

د حکومت وياند سټيفان سايبرت نن دوشنبه وویل چې د سعودي حکومت برلين ته ويلي چې ۸۱ کلن پاچا به په دغې کلنۍ غونډه کې ګډون نه‎کوي.

سايبرت نه‎دي ويلي چې پاچا سلمان ولې په دې غونډه کې ګډون نه‎کوي.

نن د دې موضوع په اړه د سعودي عربستان يوې ډېپلوماتيکې سرچينې المان خبري اژانس ته ويلي چې د پاچا په غونډه کې نه‎ګډون له قطر سره د اختلافاتو سره تړاو لري.

سعودي عربستان غواړي، دوحه د اخوان‎المسلمين ملاتړ بند کړي، له دوحې څخه خپرېدونکی ټلوېزيون الجزيره وتړي، له ایران سره ډیپلوماتيکې اړيکې کمې کړي او په قطر کې د ترکيې نظامي اډه وتړي.

د سعودي‎ عربستان د ماليې وزير محمد الجدان به د پاچا پر ځای په «جي-۲۰» سرمشريزه کې ګډون کوي.

XS
SM
MD
LG