د لاسرسي لېنکونه

جمعه ۳۱ وږی ۱۳۹۶ کابل ۰۳:۳۹

بادغیس کې یوه سړي خپله مېرمن وژلې


د بادغیس چارواکي وایي، دغه ولايت کې یوه سړي خپله ۱۸ کلنه مېرمن زندۍ او وژلې ده.

د بادغيس ولايت د والي وياند محمد ظاهر بهاند وايي، دا پېښه تېر ماښام د طالبانو تر کنټرول لاندې د مقر ولسوالۍ په سنګ اتش سیمه کې رامنځته شوې ده او په خبره‌یې چې تورن کس عبدالشکور نومېږي.

ښاغلي بهاند وویل:

"د ملي امنيت پلټنې روانې دي او ان‌شاءالله ژر تر ژره به د دې پېښې لامل نیول کېږي او د قانون منګولو ته به سپارل کېږي."

د بادغيس ولايت د مطبوعاتي ادارې له‎خوا نن دوشنبه په خپره شوې اعلاميه کې د يوې بلې پېښې په اړه هم خبر ورکړل شوی چې وايي، د بادغيس ولايت د مقر ولسوالۍ په محمدزيانو سیمه کې يوه ۲۰ کلنه نجلۍ د خپل ورور له‎خوا هغه مهال ووژل شوه چې غوښتل‌يې د واده په نيت د یوه ۲۰ کلن هلک سره لاړه شي.

د بادغيس ولايت له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې اعلاميه کې ویل شوي چې د وژل شوې نجلۍ ورور ياد هلک هم وژلی دی.

ښاغلی بهاند وايي، دا پېښه په بادغيس ولايت کې په روانه اوونۍ کې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي څلورمه پېښه ده.

XS
SM
MD
LG