د لاسرسي لېنکونه

جرمني کې د یوه بس او لارۍ موټر د ټکر له امله ۱۷ مسافر مړه شوي


د جرمني پولیس وايي، د دې هېواد په جنوب کې د دوشنبې په ورځ د يوه مسافر وړونکي بس او يوې لارۍ تر منځ د ټکر په نتيجه کې د بس ۱۷ مسافر مړه شوي دي.

د پولیسو وياند یورګين ستاتر نن دوشنبه وويل چې چارواکي به په دې اړه معلومات خپروي، ځکه وېره شته چې د تلفاتو شمېر تر دې هم لوړ شي.

د پولیسو یوې وياندې اين هويفر وويل چې بس په بشپړه توګه سوځېدلی او داسې ويل کېږي چې ځيني کسان په بس کې دننه بند پاتې شوي وو.

چارواکي وايي، له ۴۸ مسافرو ۳۱ کسان په دې پېښه کې ټپيان شوي دي.

XS
SM
MD
LG