د لاسرسي لېنکونه

شنبه ۱ تله ۱۳۹۶ کابل ۰۹:۰۲

ننګرهار کې د یوه موټر د چپه کېدو له امله ۵ تنه ټپيان شوي


په ننګرهار ولایت کې د یوه موټر د چپه کېدو له امله پنځه تنه ټپيان شوي دي.

د ننګرهار د خوګیاڼو ولسوالۍ میملې سیمې ته نېږدې د کجل برج په ساحه کې نن شاتوخوا یوه بجه د یوه ډاډسن موټر د چپه کېدو له امله پنځه کسه ټپیان شوي دي.

د خوګیاڼو ولسوالۍ د سیمه‌ییز روغتون یو تن ډاکتر عبدالقدوس ارین وايي له یادې پېښې پنځه کسه ټپان وروړل شوي چې یوه په‌کې مېرمن ده.

دی وايي، د دوو تنو روغتیايي وضعیت تازک دی چې د درملنې لپاره‌یې د جلال‌اباد مرکزي روغتون ته انتقال کړي.

XS
SM
MD
LG