د لاسرسي لېنکونه

چهارشنبه ۱ لیندۍ ۱۳۹۶ کابل ۰۸:۲۰

عبدالطیف ژوندی: د امریکايي چارواکو خبرې پاکستان ته په تلو نرمې او سړې شي


د افغانستان د مشرانو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېسیون وايي، پاکستان ته تللي امریکايي پلاوي ته ښايي چې هغه هېواد له ممکنه فشارونو خبر کړي.

د افغانستان د مشرانو جرګې ځيني غړي بیا دغه سفر ته په کتو زیاتوي، امریکايي چارواکو ته ښايي چې د دا شان خبرو پر ځای، د پاکستان دننه هم د هغه هېواد اصلي څېره روښانه کړي.​

پاکستان ته تلليو د امریکا د سنا مجلس مخکښو غړو له پاکستاني چارواکو سره په خبرو کې د افغانستان په امنیت او ثبات کې د پاکستان رول مهم ګڼلی او ویلي یې دي چې د اسلام‎اباد له مرستې پرته په افغانستان کې امنیت ممکن نه‎دی.

د دغه کمېسیون مشر عبدالطیف ژوندي ازادي راډيو ته وویل، امریکایي سناتوران په خپل هېواد کې د پاکستان پر وړاندې سخت دریځ لري، خو له پاکستان سره د مخامخ کېدو په صورت کې ډېر کله د هغه هېواد ستاینه کېږي.

ښاغلي ژوندي پر دې خبرې له ټینګار سره چې له پاکستان سره د نرمو خبرو وخت تېر شوی او امریکایانو ته ښايي چې هغه هېواد له عملي فشارونو سره مخ کړي وویل:

"دوی که په امریکا کې وي، خبرو ته یو ډول انعکاس ورکوي، خو کله چې له پاکستانیانو سره مخامخ کېني، بیا یې خبرې ډېرې نرمې او سړې وي او هغه خبرې چې دوی یې کوي چې پاکستان به په تور لېست کې شامل کړي او یا به فشارونه پرې ډېر کړي، ۱۸۰ درجې تغییر کوي."

دا په داسې حال کې ده چې د یکشنبې په ورځ د امریکا د سنا مجلس د پوځي کمېټې مشر جان مک‌کېن او څلورو نورو سناتورانو د افغانستان او سیمې پر موضوعاتو له پاکستاني چارواکو سره خبرې اترې کړې دي.

امریکايي پلاوي د افغانستان په امنیت کې د پاکستان رول مهم ګڼلی دی او ویلي یې دي چې د ترهګری په وړاندې په مبارزه کې د پاکستان قربانۍ د ستایلو دي.

د پاکستان د پوځ او بهرنیو چارو وزارت له‎خوا خپره شوې اعلامیه بیا څرګندوي چې دواړو لورو په افغانستان کې د امینت او ثبات د ټیګښت په برخه کې، د مرستو پر اهمیت رضامندي ښودلې ده.

دا سفر داسې مهال تر سره کېږي چې امریکا د افغانستان لپاره په نوې ستراتېژۍ کار کوي چې دغه ستراتېژي به تر ډېره سیمه‎ییز اړخ ولري.

خو امریکايي، ناټو او ځيني نورو چارواکو په دې وروستیو کې پر پاکستان سخت انتقادونه کړي او دا یې هم ویلي چې یاد هېواد ترهګر پالي.

د سیاسي چارو کارپوه حاجي سید داود هم پاکستان ته د دغه پلاوي سفر د فشارونو نتیجه بولي او وايي، د دغه سفر هدف دا دی چې یاد هېواد عملي مرستو ته راوبولي.

ښاغلي داود نن دوشنبه ازادي راډيو ته وویل چې دا سفر د امریکا د نوې ستراتېژۍ د جوړېدو یوه برخه ده، په کومه کې چې پر پاکستان د ډېر فشار اټکل کېدای شي.

سید داود وویل:

"زه فکر کوم چې دوی ډېر قوي خلک دي او ټاکونکی رول لري، یعنې له پاکستان سره په مرستو او اړیکو کې دوی ډېر رول لري، زه ډاډمن یم چې دوی به پاکستان ته ویلي وي چې نور د امریکې حوصله سر ته راغلې او ستاسې کار دا دی. پاکستان هم په دې پوه شوی، په تېره هم بیا نواز شریف."

نوموړی وايي، جان مک‌کېن او د دغه سفر ملګري یې د افغانستان او پاکستان په اړه کافي معلومات لري او په امریکا کې دننه هم د دوی نظر د اهمیت وړ دی.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG