د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۵۰

قطر ته د سعودي او د متحدینو ضرب‌الاجل‌یې ۴۸ ساعته نور هم وغځېد


د کوېټ امیر چې د قطر او د سعودي عربستان، مصر، بحرین او متحده عربي اماراتو تر منځ د راپورته شوې لانجې په هواري کې منځګړیتوب کوي، وایي چې دوحه د دغو هېوادونو د غوښتنو ۱۳ فقره‌یي لېست ته ځواب ویلی.

شیخ صباح‌الاحمد الصباح نن سهار وویل چې ده د دغو غوښتنو په اړه د قطر رسمي ځواب ترلاسه کړی او سمدستي یې له سعودي عربستانه وغوښتل چې قطر ته وروستی مهلت د نورو ۴۸ ساعتونو لپاره وغځوي.

خو د کوېټ امیر په دې اړه چې قطر دغو غوښتنو ته په څه بڼه ځواب ورکړی، زیات جزئیات ورنه‌کړل.

خو تر دې دوه ورځې مخکې د شنبې په ورځ د قطر د بهرنیو چارو وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمن الثاني له روم څخه د کتنې په ترڅ کې دغه غوښتنې رد کړې او هغه‌یې د خپل هېواد پر ملي حاکمیت تېری بللی.

په هغو ۱۳ مهمو غوښتونو کې چې دغو څلورو هېوادونو د قطر مخې ته ایښې او هغه‌یې له دوحه سره د اړیکو د بېرته ښه کېدو لپاره شرط بللي، څو مهمې یې دا دي چې قطر دې د ترهګرۍ له ملاتړه لاس واخلي، الجزیره ټلوېزیون دې بند کړي، له ایران سره دې اړیکې وشلوي او په خپله خاوره کې دې د ترکیې پوځي اډه وتړي.

د قطر د بهرنیو چارو وزیر د الجزیزه ټلوېزیون د بندولو په اړه وویل:

"که څوک له سیاسي پلوه الجزیره ټلوېزیون سره موافق وي یا نه‌وي، الجزیزه یو مسلکي ټلوېزیوني چینل دی او دا یې هم ثابته کړې ده. دې ټلوېزیون په تېرو شلو کلونو کې خپل ځان تثبیت کړی دی. که اساسي مسئله دا نه‌وي چا به د دغه ټلوېزیون د بندولو لپاره غږ نه پورته کاوه."

د دغو او ځینو نورو غوښتنو د پوره کېدو په صورت کې دغه هېوادونه له قطر سره ډیپلوماتیکې اړيکې او د ځمکې، اوبو او هوا له لارې ارتباطات بېرته اعاده کوي او پر دې هېواد لګول شوي سیمه‌ییز بندیزونه پای ته رسوي.

دغو څلورو هېوادونو دا ګواښ هم کړی چې که غوښتنې یې ونه‌منل شي، د قطر په وړاندې د نورو سختو اقداماتو په ترڅ کې به د دې هېواد غړیتوب د خلیج د همکارۍ په شپږ کسیزه شورا کې وځنډوي.

په دغې شورا کې پر قطر سربېره، سعودي عربستان، متحده عربي امارات، بحرین، کوېټ او عمان غړیتوب لري.

په عین حال کې مصر ویلي چې د بهرنیو چارو وزیر به‌یې د چهارشنبې په ورځ په قاهره کې له خپلو سیالانو، د سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو او بحرین د بهرنیو چارو له وزیرانو سره وګوري او له قطر سره د راتلونکو اړیکو په اړه به خبرې وکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هم په راپورته شوې لانجه کې د کوېټ د منځګړیتوب ملاتړ کړی او له ټولو خواو یې غوښتي چې له زغمه کار واخلي.

سپینې ماڼۍ هم پرون د ورځې په پای کې وویل چې ولسمشر ډونالد ټرمپ په جلا توګه د سعودي عربستان، قطر او متحده عربي اماراتو له مشرانو سره خبرې وکړې او د دغې لانجې پر دوام‌یې اندېښنه څرګنده کړه.

سپینې ماڼۍ دغه‌راز وویل چې ټرمپ یو ځل بیا ټینګار وکړ چې د ترهګرو مالي ملاتړ باید پای ته ورسول شي او د افراطیت ایډیالوژي باید وغندل شي.

XS
SM
MD
LG