د لاسرسي لېنکونه

د سوریې دمشق کې انتحاري حملې ۲۰ تنه وژلي


د سوریې دولتي چارواکي په پلازمېنه دمشق کې په یوه انتحاري چاودنه کې د لږ تر لږه ۲۰ کسانو د مړینې او د لسګونو نورو د ټپي کېدو خبر ورکوي.

دا له هغو درېیو چاودنو څخه یوه وه چې پرون یکشنبه د اختر له رخصتیو وروسته په لومړۍ رسمي ورځ په دمشق کې وشوې.

د سوریې د بهرنیو چارو وزارت وايي چې د دوه نورو حملو پلانونه‌یې شنډ کړي.

د سوریي دولتي ټلوېزیون وویل ترورېستانو د خلکو ګڼه ګوڼه په نښه کړه.

د دې حملو مسؤلیت تر دې دمه کومې ډلې نه‎دی منلی.

په مارچ میاشت کې په دمشق کې دوو جلا ځان وژونکو حملو ۷۴ کسان ووژل چې د یوې مسؤلیت داعش ډلې او د بلې هغې یې د تحریرالشام په نوم وسله‎والې ډلې ومانه.

XS
SM
MD
LG