د ننګرهار د خوږیاڼو، پچيراګام، شېرزاد او حصارک ولسوالیو ولسونو په یوې پراخه ولسي غونډه کې د دولت د وسلهوالو مخالفينو پرخلاف د يووالي لاس ورکړ او پریکړه یې وکړه چې دوی به هېڅ یوې وسلهوالې ډلې ته په خپلو سیمو کې د فعالیت اجازه ورنهکړي.
دغه غونډه چې د یکشنبې په ورځ په جلالاباد ښار کې جوړه شوې وه د خوږياڼو قوم مشر امان خيري د دغو څلورو ولسوالیو قومي اتفاق ګټور وباله او په خبره يې د دوی ترمنځ د شوې پریکړې له مخې به په هر قیمت د خپلې خاورې دفاع کوي.
نوموړی وايي:
"موږ د دښمن په مقابل کې او د هغه چا چې زموږ د قوم او ولس بې عزتي کوي موږ يې په مقابل کې ولاړ يو د دولت نه زموږ خواهیش دا دی چې قومونو سره دې نوره همکاري هم وکړي او دا دې مسلح کړي چې د خپلې خاورې نه دفاع وکړي."
د غونډې یو شمېر نورو برخهوالو بیا په خوږياڼو او حصارک ولسواليو کې د نورو مداخلي په کلکه وغندلې او ویې ویل دوی به هېچاته اجازه ورنهکړي چې د خپلو ګټو لپاره د قومونو ترمنځ نقاق ته لمن ووهي:
"سرفراز: هدف زموږ همدا دی چې ځينې اوازې دي چې شخصي خلک ملېشې جوړوي که دا هرڅوک وي موږ يې مخالفت کوو ځکه چاته اجازه نه ورکوو چې د قومونو په سر ډالرجېب ته واچوي.
جنت ګل : دا د شخص خبره نهده د قوم خبره ده موږ هېچا ته اجازه نه ورکوو چې د روان وضعیت نه شخصي ګټو لپاره استفاده وکړي. "
په یاده غونډه کې د خوږیانو او حصارک ولسوالیو ولسونو یو پریکړهلیک هم خپور کړ چې د نورو مادو ترڅنګ په کې له حکومته د خپلو حقوقو غوښتنه کړې:
"د لوی خوږياڼي او حصارک غلجي قومونه هېچا ته اجازه نه ورکوي چې د دوی په داخلي چارو کې مداخله وکړي.که هر څوک د یادو قومونو په داخلي چارو کې مداخله کوي د دې قومونو د سخت غبرګون سره به مخ شي.دولت مکلف دی چې د یادو ولسوالیو لپاره د بیارغونې، ملي پروژو، معارف، صحت، کرنه او نورو برخو کې پروژې منظور او شروع کړي. "
د خوږياڼو او حصارک ولسوالیو قومونو ترمنځ د خپلمنځي اتفاق خبره داسې مهال کېږي چې څه موده وړاندې داعش وسلهوالو د بیا ځل لپاره د خوږياڼو په پچيراګام ولسوالۍ حمله وکړه او له امله يې سلګونه کورنۍ نورو سیمو ته کډه شوې.
ننګرهار ـ شاه محمود شینواری