د لاسرسي لېنکونه

چهارشنبه ۱ لیندۍ ۱۳۹۶ کابل ۰۳:۲۵

بامیان کې د فوټبال د لوبغالي د جوړیدو ډبره کېښودل شوه


د بامیان د ښاروالۍ مسؤلین وایي، د دغه ولایت په مرکز کې د فوټبال د یوه لوبغالي د جوړېدو ډبره کېښودل شوه.

د بامیان ښاروال انجینیر امان امان د دغه لوبغالي د پرانیستې پر مهال خبریالانو ته وویل چې دغه لوبغالي ۱۰۰ متر اوږدوالی او ۵۰ متره بر لري.

په بامیانو کې د فوټبال دغه لوبغالی د ښاروالۍ ریاست په مالي ملاتړ د څه باندې ۲۲ مېلیونه افغانیو په ارزښت جوړېږي.

د بامیان ښاروال وايي چې د دغه لوبغالي د جوړېدو چارې په۱۲۰ ورځو کې پای ته رسېږي.

XS
SM
MD
LG