د لاسرسي لېنکونه

جمعه ۳ لیندۍ ۱۳۹۶ کابل ۱۱:۴۷

عراقي ځواکونه: د موصل لویدیځه برخه کې به بری ډېر ژر اعلان شي


عراقي چارواکي وايي، د امریکا تر ملاتړ لاندې حکومتي ځواکونو د موصل په زاړه ښار کې یو شمېر نورې سیمې ونیولې.

دوی وايي، د دغو سیمو چې په عراق کې د داعش په لاس کې پاتې وروستۍ سیمې دي، د نیولو په سختو عملیاتو کې په لسګونو سخت‎دریځي ووژل شول.

د عراق د ګډو ځواکونو ویاند یحیي رسول پرون شنبه دولتي تلویزیون ته وویل چې عراقي پوځیان د موصل په زاړه ښار کې پرمختګ ته دوام ورکوي.

ده همدا راز وویل چې د اسلامي دولت یا داعش ډله چې درې کاله یې دا ښار په ولکه کې و؛ اوس یوازې په څو استوګنو سیمو کنټرول لري او د دغه ښار د بېرته نیولو لپاره د عراقي ځواکونو عملیات مخ په ختمېدو دي.

هغه همدا راز وویل، عراقي ځواکونو د هغو ملکي وګړو لپاره چې تراوسه پورې د داعش تر کنټرول لاندې سیمو کې بند پاتې دي د خوندي وتلو لپاره لارې پرانیستلي دي.

د عراق د ګډو ځواکونو ویاند یحیي رسول دغه راز وویل چې د موصل په لویدیځه برخه کې به بری ډېر ژر اعلان شي.

د عراق صدراعظم حیدرالعبادي درې ورځې مخکې د تېرې پنجشنبې په ورځ وروسته تر دې د اسلامي دولت له‎خوا د اعلان شوي خلافت د ختمېدو اعلان وکړ چې عراقي ځواکونه د دغې ډلې سخت دریځي د موصل په زاړه ښار کې یوازې څو کوڅو ته دننه کړل.

د عراق صدراعظم حیدرالعبادي
د عراق صدراعظم حیدرالعبادي

د اسلامي دولت سخت‎دریځې ډلې موصل د ۲۰۱۴ کال په جون کې له عراقي ځواکونو ونیو.

دې ډلې هغه وخت د عراق او سوريې د خاورې ډېره برخه لاندې کړې وه او تر خپل کنټرول لاندې سیمو کې یې اسلامي خلافت اعلان کړی و.

خو په دواړو هېوادونو کې په دې وروستیو کې د امریکا تر ملاتړ لاندې ځواکونو د اسلامي دولت ډلې په وړاندې په تدریجې ډول پرمختګ کړی تقریباً د عراق موصل یې بشپړ ازاد کړی او د سوریې په رقه کې هم چې د دې ډلې بل وروستی پیاوړی مرکز دی، دا ډله تر سخت فشار لاندې ده.

XS
SM
MD
LG