د لاسرسي لېنکونه

چهارشنبه ۱ لیندۍ ۱۳۹۶ کابل ۰۷:۱۵

امرخېل: غزني کې د طالبانو د ځپلو لپاره کافي ځواک نه‎لرو


د غزني ولایت سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي چې دغه ولایت ته دې مرکزي اداره اضافي سرتېري واستوي او د پولیسو تشکیلات دې ور زیات کړي.

د دغه ولایت د پولیسو ویاند فهیم امرخېل د یکشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې په غزني ولایت کې د وسله‎والو طالبانو د ځپلو لپاره کافي ځواک او یا هم سرتېري نه‎لري چې دغلته د ناامنیو د ډېرېدو مخه ونیسي او په خبره يې چې د پولیسو تشکیلات نسبت نورو ولایتونو ته کم دي.

نوموړی وايي، په څو-څو ځلي يې مرکزي ادارې ته په دې اړه پېشنهادونه کړي خو هغوی تر اوسه ورسره هېڅ هم نه‎دي کړي.

ښاغلي امرخېل زیاته کړه:

"په غزني کې يو پولیس د دوه پولیسو وظیفه مخ ته وړي، په دغه ولایت کې چې یوه سیمه په دوو پوستو باید وساتل شي موږ هغه په یوه پوسته ساتو او بل دا چې غزني په لومړی درجه ولایتونو کې دی، خو هغومره سهمیه او یا هم د پولیس تشکیل نه‎دی ورکول شوی، هغه یو څه تشکیل چې يې ورکړی هغه يې هم اوس کم کړی او هلمند ته يې ورکړی دی."

ښاغلي امرخېل دا هم وویل چې ځینې استخباراتي معلومات يې ترلاسه کړي چې وسله‎وال طالبان غواړي د غزني پر مرکز او د ولسوالېو پر مرکزونو بریدونه وکړي خو دوی يې د دفاع لپاره کاپي ځواک نه‎لري.

دی وايي:

"وسله‎وال طالبان غواړي چې په دغه څو ورځو کې د غزني پر ښار او ولسوالېو کې بریدونه وکړي او دغه ولایت سقوط کړي. نو موږ يې په دغه پولیسو مخه نه شو نیولای."

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د دغه ولایت امنیه قوماندان مل پاسوال د روغتیايي ستونزې له کبله استعفا ورکړې.

له دې سره په دغه ولایت کې د ولایتي شورا مسؤلین هم ورته څرکندونې لري. د ولایتي شورا غړی امان الله کامراني ازادي راډيو ته وویل:

"د غزني ولس په سرو وینو کې لغړي او هره ورځ يې زیات شمېر د وسله‎ والو طالبانو لاسته لوېږي، مرکزي اداره ورته هېڅ توجه نه‎کوي، د غزني ولایت سره د مور او مېرې چلند کوي."

په ورته وخت کې بیا د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش وايي، په غزني ولایت کې امنیت تأمین دی او په ولایت کې اضافي سرتېرو ته اړتیا نشته او په خبره يې چې دغلته د دښمن د ځپلو لپاره کافي ځواک موجود دی.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش

ښاغلي دانش داسې وویل:

"نه داسې خبره نه‎ده موږ په غزني ولایت کې زیات شمېر سرتیري لرو چې د دغه ولایت د امنیت د ساتلو لپاره بسنه کوي او بل موږ ټولو ولایتونو ته د نفوس د شمېر پر اساس د پولیسو تشکیلات ورکړي دي، نه ملي اردو، ځکه ملي اردو یو اضافي ځواک پروت دی."

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ هم د دغه ولایت د ولایتي شورا مسؤلینو دغلته ورځ تر بلې د امنیتي وضعیت په خرابېدو اندیښنه ښودلې وه او ویلي و چې د دغه ولایت د مرکز په ګډون پنځه ولسوالۍ وسله والو طالبانو محاصره کړي.

راپور: شریف الله شرافت ـ ارزګان

XS
SM
MD
LG