د لاسرسي لېنکونه

د غزني امنیه قوماندان "امرخېل" له خپلې دندې استعفی کړې


د غزني ولایت د پولیسو ویاند وايي چې د دغه ولایت امنیه قوماندان د روغتیايي ستونزو له کبله له خپلې دندې استعفی کړې ده.

د غزني ولایت د امنیه قوماندانۍ ویاند فهیم امرخېل نن یکشنبه ازادي راډيو ته وویل چې د دغه ولایت امنیه قوماندان جنرال امین الله امرخېل د روغتیايي ستونزو له کبله له خپلې دندې استعفی کړې او پرځای يې د ۳۰۳ میوند زون د تحقیقاتو مدیر سمونوال مصطفی مایار د سرپرست په توګه ټاکل شوی دی.

نوموړی وايي چې امنیه قوماندان خپل استعفی څو ورځې دمخه وړاندې کړې وه چې تېره ورځ ومنل شوه.

XS
SM
MD
LG