د لاسرسي لېنکونه

چهارشنبه ۱ لیندۍ ۱۳۹۶ کابل ۰۳:۲۵

اوکراین وايي په وروستي انټرنټیي بریدونه روسیې کړي


د اوکراین د امنیت اداره اس بي یو SBU وایي د روسیې امنیتي کړۍ په هغو وروستیو سایبر بریدونو کې ښکېل وو چې پر اوکراین وشول.

SBU نن پر خپله ویب پاڼه لیکلي چې هغه سایبر بریدونه چې د جون پر ۲۷ له اوکراین څخه پیل او بیا ټولې نړۍ ته خپاره شوه، د مهمو اسنادو د له منځه وړلو او هم د ویرې خورولو په هدف شوي دي.

د اوکراین د امنیت اداره وایي، موجود اسناد او هغه نور اسناد چې د ویروس ضد نړیوالو کمپنیو په همکارۍ ترلاسه شوي، دا دلیل راوړي چې موږ باور وکړو دا بریدونه د هغو هکرانو لخوا شوي چې د ۲۰۱۶ کال په ډسمبر کې یې د اوکراین پر مالي سیسټمونو، ترانسپورټ او د بریښنا پر شبکو بریدونه کړي وو.

د اوکراین سیاستوال دا تور ډېر ژر پر روسیې لګولی خو د کرملېن ویاند دا تورونه رد کړي او بې اساسه یې بللې دي.

د اوکراین د امنیت ادارې د جون پر دیرشمه په یوې اعلامیې کې ویلي وو چې دوی د مې او جون په میاشتو کې داسي وسایل یې ترلاسه کړي چې د دوی په خبره په روسي اجنټانو یا جاسوسانو پوري اړه لري او غوښتل یې پر اوکراین او نورو هېوادونو انټرنټي بریدونه وکړي.

XS
SM
MD
LG