د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۶ لیندۍ ۱۴۰۴ کابل ۰۹:۵۷

ملګري ملتونه د سوله ساتنې ماموریت بودجه کموي


د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلۍ د جمعې په ورځ، د امریکا د متحدو ایالتونو د فشار په نتیجه کې د دې سازمان د سوله ساتنې ماموریت په بودجه کې د شپږ سوه میلیونه ډالرو پر کمي موافقه وکړه.

له څو ورځو خبرو اترو وروسته د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلۍ د بودجې کمېټې په نړۍ کې د دې سازمان د سوله ساتنې د ۱۴ ماموریتونو لپاره په راتلونکې مالي کال کې چې د جولای له لومړۍ نېټې پیلېږي پر اووه میلیارده او درې سوه میلیونو ډالرو بودجې سلا وکړه.

دا بودجه د سوله ساتنې د دې ماموریتونو لپاره له اوسنۍ اووه اعشاریه اووه اتیا میلیارده ډالرو تقریباً ۵۷۰ میلیونه ډالر کمه ده.

په ملګرو ملتونو کې د امریکا استازې نیکي هلي دا یوه بریا بللې او ویلي یې دي:

نیکي هیلي.
نیکي هیلي.

"زموږ دلته پنځه میاشتې پوره شوې او په دې موده کې موږ وتوانېدو چې د ملګرو ملتونو د سوله ساتنې له ماموریت څخه تر نیم میلیارد ډالرو زیات راکم کړو، دا په داسې حال کې ده چې موږ یوازې پیل کړی دی."

واشنګټن د ملګرو ملتونو د سوله ساتنې د ماموریتو د بودجې په سلو کې څه باندې اته ویشت برخه پرې کوي.

همدارنګه امریکا د ملګرو ملتونو د اصلي بودجې چې پنځه اعشاریه څلور میلیارده ډالر دي په سلو کې ۲۲ برخه ورکوي.

ملګرې ملتونه په ټوله نړۍ کې شا او خوا ۹۵۰۰۰سوله ساتي لري.

د ملګرو ملتونو سوله ساتنې ځواک.
د ملګرو ملتونو سوله ساتنې ځواک.

د امریکا متحده ایالات د بودجې د کمولو په هدف د ملګرو ملتو د سولې ساتنې هر ماموریت او تمدید یې له نېږدې څېړي.

په عین حال کې ملګرې ملتونه خپله هم پر دې ماموریتونو بیا کتنه کوي.

د همدې بیا کتنو په نتیجه کې د عاج په ساحل کې د سوله ساتنې ماموریت د جون په دېرشمه نېټه پای ته ورسېده.

په لایبریا کې هم د ملګرو ملتونو د سوله ساتنې ماموریت په راتلونکې کال کې پای ته رسېږي او په هایتي کې تر ډېره د ملګرو ملتونو ماموریت په اکټوبر میاشت کې پای ته رسي.

ملګري ملتونه همدارنګه په دارفور کې هم د خپلو سوله ساتو ځواکونو شمېر په سلو کې ۴۴راکموي او دغلته د نړیوالو پولیسو په شمېر کې هم په سلو کې ۲۲ کمی راولي.

کله چې د ملګرو ملتونو د سوله ساتنې د ماموریتونو پر بودجه بحثونه پیل شول، ملګرو ملتونو غوښتل دا بودجه اته میلیاردو ډالرو ته پورته شي، خو د امریکا د متحدو ایالتونو د نوې ادارې غوښتنه بیا دا وه چې د دې سازمان د سوله ساتنې د ماموریتونو بودجه دې له اووه میلیاردو ډالرو راښکته شي.

په ملګرو ملتونو کې د ایټالیا سفیر سیباسټیانو کارډي وايي، پر اووه میلیارده او درې سوه میلیونه ډالر بودجه موافقه شوې، دا هغه څه ته نېږدې ده چې اروپايي ټولنې یې په نړۍ کې د ملګرو ملتونو د سوله ساتنې د ماموریتونو لپاره غوښتنه کوله.

د نوموړې په وینا کوم کمی چې په دې بودجه کې راغلی دا به د ملګرو ملتونو ماموریتونو له خطر سره مخ نه کړي.

د ملګرو ملتونو ویاند سټیفن دوجاریک وايي، په عمومي توګه دا بودجه ترې هغې چې تېر کال مو لرله د پام وړ کمه ده، خو موږ به ټوله هڅه وکړو چې ماموریتونه عملي کړو.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انټونیو ګوتیریس په دې اوونۍ کې درې ورځې په واشنګټن کې تېرې کړې او د امریکا د کانګرس غړي یې وهڅول چې د ملګرو ملتونو لپاره تر هغې ډېره بودجه ورکړي چې ولسمشر ټرمپ یې په خپله ملي بودجه کې غوښتنه کړې.

XS
SM
MD
LG