یو شمېر افغان ښځینه فعالانې وايي، په کابینه کې د ښځینه وزیرانو پر ځای د نارینهو په دندو ګمارلو اندېښمنې کړې دي.
وروسته له هغې چې په کابینه کې د دوو ښځینه وزیرانو پر ځای نارینه وزیران د سرپرستانو په توګه معرفي شول د حکومت دغه اقدام افغان ښځینه فعالانې اندېښمنې کړې دي.
د دغو فعالانو له ډلې صفیې صدیقي د چهارشنبې په ورځ له ازادي راډیو سره په خبرو کې له افغان ولسمشر وغوښتل چې له ژمنې سره سم په کابینه کې د ښځو اوسنۍ ونډه وساتي.
نوموړې زیاته کړه:
"له افغان حکومت نه مې غوښتنه دا ده چې له ښځو سره دوه ګونی چلند ونهکړي، په ښځو دې داسې نوم کې نهږدي چې هغوی کار نهشي کولای او موږ دا کار بل چا ته سپارو، ښځې پاکې دي له ظرفیتونو نه برخمنې دي باید همداسې په کابینه کې د دوی اوسنۍ ونډه وساتل شي، څو چارې په ښه توګه مخ پر وړاندې ولاړې شي."
د ملي وحدت حکومت په لومړۍ کابینه کې د کار او ټولنیزو چارو وزارت، د لوړو زدهکړو وزارت، د مخدره موادو پر وړاندې مبارزې وزارت او د ښځو چارو وزارت د ښځینه وزیرانو لهخوا رهبرې کېدل.
خو په دې وروستیو کې د کار او ټولنیزو چارو او د لوړو زدهکړو وزیرانې له دندو ګوښه او پر ځای یې نارینه وزیران د سرپرستانو په توګه معرفي شوي دي او همدارنګه د کانونو د نارینه وزیر پر ځای نرګس نهان د کاندید وزیرې په توګه معرفي شوې ده.
په ورته وخت کې د افغانستان جمهوري ریاست وايي، په کابینه کې به د ښځو اوسنۍ ونډه چې څلور وزارتونه دي پر ځای وي.
د لسمشر مرستیال ویاند نجیبالله ازاد ازادي راډیو ته وویل، په کابینه کې د ښځینه وزیرانو پر ځای نارینه او د نارینه وزیرانو پر ځای د ښځینه وزیرانو پر دندو ګمارل معمول خبره ده او دا هر څه به د وړتیا، لیاقت او تجربې په اساس کېږي.
نوموړي زیاته کړه:
"موږ په تېره کابینه کې څلور ښځینه وزیرانې درلودې هېڅکله به دغه ونډه کمرنګه نهشي، ممکن هغه وزراتونو ته چې وزیرانې یې ښځې وې د وړتیا له مخې نارینه ورته کاندید شي، برعکس هغه وزارتونو چې نارینه وزیرانیې درلودل، ښځینه وزیرانې ورته معرفي شي، پر دې باندې کار روان دی، موږ دې ته ژمن یو چې تر پخوا به هم په حکومت کې د ښځو ونډه ډېره وي."
تېره اوونۍ د ولسمشر د ویاند د دفتر سرپرست شاهحسین مرتضوي ویلي و چې په نېږدې راتلونکي کې به کابینه بشپړه او ولسي جرګې ته به معرفي شي.
بله ښځینه فعاله مقدسه اتلواله وايي، که ښځې په لوړو پوستونو کې استازې ونهلري، نو امکان لري چې په حکومت کې د ښځو حقونه له خطر سره مخ شي چې دا دې اندېښنې وړ خبره ده.
خو د ولسمشر مرستیال ویاند نجیبالله ازاد وايي، کله چې د ملي وحدت حکومت په کار پیل کاوه، په دولتي ادارو کې د ښځو ونډه ۲۷ فیصده وه چې اوس ۳۳ فیصدو ته لوړه شوې.
ښاغلی ازاد ټینګار کوي چې تر راتلونکو دونیمو کلونو پورې به په حکومتي ادارو کې دغه ونډه ۴۰ فیصدو ته لوړه شي.
راپور: رحمتالله افغان