د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۲

د هسکې مېنې بې‌ځایه شوې کورنۍ وايي عاجلې مرستې ته اړتیا لري


د ننګرهار د هسکې مېنې ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، د دې ولسوالۍ د ګاګرې، پاپين، ګورګورۍ او لوړې مېنې سیمو اوسېدونکي د اختر په ورځو کې د راوګي دښتې ته راکډه شوي دي.

د روزي خان په نوم یو تن بې‌ځایه شوي ازادي راډيو ته وويل چې دغه کورنۍ په دښته کې سره لمر ته پراته دي او بېړنیو مرستو ته اړتيا لري.

دی زیاتوي:

"د دې کورنیو د اختر شپه او ورځ در په دره تېره کړه. په دښته کې پراته دي نه سرپناه لري او نه د خوراک څه لري دوی سره مالونه وو هغه‌يې هم راوستي په وچ ډاګ کې پراته دي."

د هسکې مېنې ولسوالۍ قومي مشر ملک دفتر خان وايي، دغه کورنۍ د امریکايي ځواکونو په غوښتنه د اختر په شپو کې بې‌ځایه شوي دي.

«یاد بېځایه شوي دامهال له ګڼو ستونزو سره مخ دي»
«یاد بېځایه شوي دامهال له ګڼو ستونزو سره مخ دي»

دی وايي، د کوچني اختر نه څلور ورځې وړاندې بهرني ځواکونه د دې ولسوالۍ د لنګري کنډو سیمې پورې تللي وو او له خلکو يې وغوښتل چې خپلې مېنې خالي کړي.

نوموړی وايي، له یادو سیمو څخه شااوخوا دوه سوه کورنۍ بې‌ځایه شوي چې د خوراک، څښاک او سرپناه ستونزو سره مخ دي.

نوموړي زیاته کړه:

"دغه کورنۍ د اختر په شپه او ورځ د ګاګرې، پاپين او ګور ګورې نه راکډه شوي چې د ځينو کورنیو چې وس وه او امکانات‌يې لرل هغوی ښار ته لاړل، خو دې کورنیو هېڅ هم نه‌لرل او یوازې د خپلو جامو سره راکډه شوي چې اوس د ولسوالۍ نه لاندې خوړ او دښته کې پراته دي چې د سرپناه، خوراک او لومړنیو اړتیاو ته ډېر عاجل ضرورت لري."

ازادي راډيو وغوښتل چې د دې موضوع په تړاو د ننګرهار د ولایتي ادارې نظر هم واخلي خو د اړیکې په ټينګولو بريالي نه‌شوه، خو په ورته وخت کې د ولایت د رسنیو دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي چې ډېر ژر به دغو داخلي بې‌ځایه شویو کورنیو سره عاجلې مرستې ترسره شي.

له دې وړاندې د پچيراګام او خوګياڼو ولسوالیو څخه هم سلګونه کورنۍ د ښار مختلفو سیمو ته بې‌ځایه شوې وې.

راپور: شاه‌محمود شینواری

XS
SM
MD
LG