د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۳۵

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د انساني قاچاق په اړه خپل کلنی راپور خپور کړ


امریکا وايي، چین هغه هېواد دی چې د انساني قاچاق له پلوه تر ټولو مخکښ دی.

د انساني قاچاق په اړه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په خپل کلني راپور کې ویلي چې دا مهال تر شلو میلیونو زیات کسان په نړۍ کې د انساني قاچاق قربانیان دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د دې راپور هدف په ټوله نړۍ کې د انسانانو د استثمار یا ناوړه ګټې اخیستنې چې تر ډېره‌یې قربانیان ښځې او ماشومان وي، مخنیوی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په دې اړه په خپل کلني راپور کې وايي، د انساني قاچاق په برخه کې چین د نړۍ د هېوادونو په سر کې دی، ځکه د شمالي کوریا له کارګرو څخه‌یې د ناوړې ګټې اخیستو زمینه برابره کړې.

دغه وزارت پرون د دې راپور د وړاندې کولو پر مهال د روسیې یادونه هم وکړه چې د شمالي کوریا له زرګونو کارګرانو کار اخلي او مزد یې د پیونګ یانګ مالي بنسټ پیاوړی کوي.

رکس ټېلرسن.
رکس ټېلرسن.

رکس ټېلرسن د نړۍ له مسؤلو هېوادونو وغوښتل چې د انساني قاچاق په مخنیوي کې مرسته وکړي.

ښاغلي ټېلرسن په هغه بیان کې چې د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت له دې راپور سره یوځای خپور شوی ویلي «انساني قاچاق زموږ د عصر یوه ځورونکې مسئله ده.»

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هیله‌مندي ښودلې چې ۲۱مه پېړۍ د انساني قاچاق وروستۍ پېړۍ وي او دا یې خپل هدف بللی دی.

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د انساني قاچاق پر ضد مبارزه له خپلو لومړیتوبونو ګڼي او دا مسئله د ولسمشر ټرمپ لور ایوانکا ټرمپ د بهرنیو چارو په وزارت کې د انساني قاچاق په اړه د کلني راپور د خپرېدو په مناسبت جوړو شویو مراسمو کې یاده کړه.

ایونکا ټرمپ
ایونکا ټرمپ

ایوانکا ټرمپ په دې مراسمو کې وویل:

"حتی محتاطانه ارزونې ښيي چې د امریکا په شمول په ټوله نړۍ کې د یو شمېر ځوانو نجونو او هلکانو په‌شمول د شل میلیونو په شااوخوا کې کسان، د انساني قاچاق او له انسان څخه د ناوړې ګټې اخیستنې د وېرونکي وضعیت قربانیان دي، هغه څه چې په دې برخه کې یې تصور سخت دی، د ماشومانو قاچاق دی، دا د دې څرګندوی ده چې ولې دلته په متحده ایالاتو او ټوله نړۍ کې د دې جنایت په وړاندې مبارزه زموږ اخلاقي او ستراتیژیک هدف دی."

د انساني قاچاق په اړه د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت په راپور کې میانمار، افغانستان، مالیزیا او قطر هغه هېوادونه یاد شوي چې د انساني قاچاق د مخنیوي لپاره‌یې مثبت ګامونه اخیستي دي.

خو د راپور په وینا په روسیه، کیوبا او تایلنډ کې انساني قاچاق پر خپل حال پاتې دی.

په دې راپور کې د ۲۳ نورو هېوادونو یادونه هم شوې چې د انساني قاچاق په برخه کې بده سابقه لري.

خو چین، سوریه، زمبابوې او شمالي کوریا د انساني قاچاق له پلوه د ټولو هېوادونو د لېست په سر کې دي.

XS
SM
MD
LG