د لاسرسي لېنکونه

پنجشنبه ۲ لیندۍ ۱۳۹۶ کابل ۰۰:۵۹

د "شين کیو کوشن"کراټه افغان اتل نړیوالو مسابقو ته د قرض په پيسو ځي


په افغانستان کې د کراټه فدراسیون تر چتر لاندې د "شين کيو کوشن"کراټه مشر او نړیوال قهرمان اباسین شینواری وايي، تر اوسه يي ټول سفرونه او هلې ځلې په شخصي امکاناتو کړي او په کابل کې د بدني روزنې ریاست ورسره هېڅ ډول همکاري نه کوي.

د همدې ورزش د ملي ټيم کوچ استاد ګران اغا عادل هم وايي چې اباسین شینواری چې د "شين کيو کوشن" کراټه په برخه کې نړیواله اتلولي خپله کړې او دغه برخه يي په نړیوالو فدراسیونونو کې راجسټر کړې.

دی وايي دا هر څه يي په شخصي امکاناتو کړي او اکثرا نړیوالو مسابقو ته د قرض په پيسو تللی دی.

نوموړي زیاته کړه:

"زه د دې شاهد یم دی چې «اباسین شینواری»کوریا ته مسابقو ته تللی د قرض په پيسو تللی دی اوس هم قرضداره دی که څوک غواړي زه ورته ثبوت وړاندې کوم او دا اوس موږ ورسره په ګډه د تربیت بدني ریاست دروازه وټکوله هغوی د نه ځواب راکړ اوس دی بیا مجبوره دی چې راتلوونکو سیالیو ته بیا د قرض په پیسو لاړ شي"

اباسین شينواری په ګڼو اسیايي او نړیوالو سيالیو کې يې برخه اخیستې چې د ۲۰۱۶ کال په لوبو کې د اسیا په کچه درېیم مقام يي خپل کړی او د نړۍ د څوارلس غوره روزونکو په ډله کې راغلی.

ښاغلی اباسین شینواری وايي:

"د تور کمربند درېم ډال لرم چې په افغانستان کې یوازینی کس زه یم چې دریم ډال لرم تر اوسه چا نه دی اخیستی، دا سند د نړۍ بهترینو استادانو په کتار کې راکړل شوی، دا کپ تاسې ګورئ چې د کراټو په دنیا کې لومړنی کپ دی چې افغانستان ته ما راوړی، او دا دښه بهترین فایټر سند دی."

دی وايي اوس د اسیا منتخب ټيم غړیتوب يې هم ترلاسه کړی او په نيږدې وخت کې په قزاکستان کې د ۹۲ ملکونو ترمنځ د ترسره کېدونکو نړیوالو سیالیو برخوال دی.

اباسین شينواری وايي، د راتلوونکي مسابقو د تګ راتګ او د ویزو د اسانتياو په برخه کې څو ځلې د بدني روزنې رياست نه يې د همکارۍ غوښتنه کړې خو هغوی ورته د نه ځواب ورکړی:

"موږ څو ځلې ورته ويلي هغوی وايي ځان ته مالي امکانات برابر کړئ، خو تر کومه وخته به زه په شخصي امکانات برابروم له دې مخکې څلور ځلې مسابقو ته په شخصي امکاناتو تللی نور زموږ هم وس نه رسي."

نوموړی وايي، د راتلوونکو نړیوالو سیاليو نه وړاندې لازمه وه چې په یوه ملک کې يې کمپ ترسره کړی وای، خو د اقتصادي ستونزو له امله ترې پاتې دی.

ومو غوښتل چې په کابل کې د بدني روزنې ریاست مسؤلینو نظر هم واخلو خو په اړیکې نیونې بریالي نشو.

یو شمېر لوبغاړي وايي، که چيرې مرکزي ادارې په ولایتونو کې د نویو تنکيو لوبغاړو ملاتړ وکړي او ويې هڅوي ډېر نوي او ښه استعدادونه به رابرسېره شي.

راپور: شاه محمود شینواری

XS
SM
MD
LG