د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۴۳

د ضمیر کابلوف د وروستیو څرګندونو په اړه د افغان حکومت غبرګون


افغان حکومت وايي، د سولې د مذاکرو مالک دی او بل چا ته په دې کې د مداخلې حق نه ورکوي.

د جمهوري ریاست مرستیال ویاند دواخان مينه پال بېګا، ازادي راډیو ته وویل چې حکومت هېڅ لوري ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان د سولې پر برخلیک او د افغانانو د راتلونکې په اړه خبره وکړي.

د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي او د هغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت د اسیايي چارو مرستیال ضمیرکابلوف پرون جمعه انټرفکس خبري اژانس ته ویلي چې د وسله والو طالبانو له دې وړاندیزه ملاتړ کوي چې بهرني ځواکونه باید له افغانستانه ووزي.

خو د جمهور رئیس مرستیال ویاند وايي، د وسله والو طالبانو له لوري روان تشدد په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو پاتې کېدو ته زمینه برابره کړې ده.

دواخان مینه پال.
دواخان مینه پال.

دواخان منیه پال وویل:

"په افغانستان کې د ټولو تروریستي ګرپونو لامل او د هغوی لپاره زمینه همدې وسله والو طالبانو برابره کړې ده، په افغانستان کې اوس شل تروریستي ډلې فعالیت کوي او د دې ټولو ډلو لپاره طالبانو د فعالیت زمینه برابره کړې ده، طالبان دي چې دلته یې دناټو او نورو قواوو پاتې کېدو ته زمینه مساعده کړې ده."

د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیرکابلوف له انټرفکس سره په مرکه کې له حکومت او طالبانو غوښتنه کړې چې خبروته سره کښېني او پر عادي افغانانو د جګړې د تپلو پرځای، جګړه پای ته ورسوي.

ضمیر کابلوف
ضمیر کابلوف

وسله والو طالبانو هم د کوچني اختر په مناسبت په خبرپاڼه کې چې پرون رسنیو ته استول شوې، ویلي چې امریکا په افغانستان کې د جګړې پر دوام بری نه شي ترلاسه کولائ.

​په خبرپاڼه کې له امریکا غوښتنه شوې چې "حقایق درک کړي" او "د جګړې غوښتونکې" کړنلاره بدله کړي.

داپه داسې حال کې ده چې د امریکا د متحدو ایالاتو دفاع وزارت د افغانستان لپاره د جګړې پر نوې کړنلاره غور کوي.

داسې ګڼل کېږې چې د امریکا نوی دفاع وزیر افغانستان ته د زرګونو عسکرو پر استولو کار کوي.

په همدې حال کې، امریکايي چارواکو ویلي چې په نوې کړنلاره کې به یوازې پوځي اقدام نه بلکې سیاسي هلې ځلې هم شاملې وي.

د امریکا د دفاع وزارت یوه لوړ رتبه چارواکي، په دې اړه واشنګټن پوست ورځپاڼې ته د خپل هویت د پټ پاتې کېدو په شرط ویلي چې په نوې کړنلاره کې به پرپاکستان د فشارونو زیاتول شامل وي څو هلته د تروریستي ډلو ځالې اومالي سرچینې بندې شي.

XS
SM
MD
LG