د روسیې د انتخاباتو کمېسیون د اپوزېسیون پېژندل شوې څېره، الکسي نوالني د هغه هېواد د جمهوري ریاست لپاره په ټاکنو کې له ګډونه منع کړه.
په روسیه کې د جمهوري ریاست ټاکنې د ۲۰۱۸میلادي کال په مارچ میاشت کې کېږي.
د روسیې د انتخاباتو د مرکزي کمېسیون په خبرپاڼه کې چې پرون جمعه خپره شوه، ویل شوي چې د اپوزېسیون مشر، الکسي نوالني د جمهوري ریاست لپاره د کاندیدۍ په شرایطو برابر نه دی.
د خبرپاڼې په حواله، «الکسي نوالني جرمي سابقه لري او له دې امله نه شي کولائ چې ځان جمهوري ریاست ته کاندید کړي.»
خوالکسي نوالني د روسیې د انتخاباتود مرکزي کمېسیون داحرکت سیاسي بللی دی.
الکسي نوالني په ۲۰۱۳میلادي کال کې د اختلاس په جرم په پنځه کاله تعلیقي حبس محکوم شوی و.
دازادي راډیو د خبر د مرکزي څانګې په وینا، داسې ګڼل کېږي چې دا مسئله د کرېملن په اشاره، د دې لپاره پلان شوې وه چې د جمهوري ریاست په ټاکنو کې د نوالني د ګډون او د ولادیميرپوتین په وړاندې د هغه د سیالۍ مخنیوی وکړي.
د روسیې سترې محکمې په تېرکال د الکسي محکومېدو اصلي حکم لرې کړ خو تر لنډې مودې وروسته پر هغه نوی حکم وکړ او د استېناف په محکمه کې یې هم عرض ناکام شو.
د روسیې د انتخاباتو د کمېسیون عالي کمېشنرې اېلاپا مفيلووا تېره اوونۍ د روسیې له دوژد ټلوېزیون، سره په مرکه کې د الکسي نوالني په برخه کې اصلي حکم ته اشاره وکړه او ویې ویل چې الکسي نوالني په ټاکنو کې د کاندیدۍ هېڅ چانس نه لري.
هغې ویلي وو چې په ټاکنو کې د اپوزېسیون دمشر الکسي نوالني ګډون به معجزې وي.
د ازادي راډیو د خبر مرکزي څانګې په باور، داسې څرګندېږي چې د روسیې د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون له وروستۍ پرېکړې سره به الکسي نوالني د جمهوري ریاست په ټاکنو کې له ګډونه بې برخې شي.
په دې ډول به د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین، څلورم وار پر جمهوري ریاست د پاتې کېدو هڅې وکړي او ښايي په دې هڅه کې کامیاب شي.