د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۵۱

کوټه کې د افغان کډوالو په ګډون پر بې وزلو کورنیو مرستې وویشل شوې


بې روزګارۍ، بېوزلۍ او ناامنۍ که يوې خواته خلک کډوالۍ ته اړ کړي، خو بلې خواته يې د ډېرو کورنيو نارينه معيوبين کړي هم دي چې له خوارۍ مزدورۍ وتلي دي.

دې ته په پام سره په کوټه کې ځينو خيرمنو شتمنو کسانو د روژې په وروستۍ لسيزه کې له سلګونو افغانو او ځايي بېوزلو کورنيو سره خوراکي مرسته وکړه چې د اختر په راتګ سره يې څو ورځې ګوزاره په وشي.

په سرانانو کېمپ او د کوټې په خېزۍ چوک کې دغه مرستې د بشرپال جمال تره کي له خوا و وېشل شوې، دى يې په اړه وايي:

"دا مرستې موږ هر کال په روژه کې پر يتيمانو، معيوبينو او پر کونډو وېشو. په دې زکات کې له ما سره د دې ځاى هغه تجاران شامل دي چې خپل نوم نه څرګندوي، خو مرستې کوي. دوى دا مرستې ماته را وسپارلې او ما پر هغو خلکو ووېشلې چې حقدار يې وو."

په کوټه کې چې پر اويا کورنيو کومې مرستې ووېشل شوې، په هغو کې اوړه، بوره، غوړي او وريځې شامل دي.

دوه تنه چې دا مرستې يې تر لاسه کړي، وايي ډېر خوشاله دي، ځکه چې د مزدورۍ په لږو پيسو يې د کورنيو ګوزاره نه کېږي:

"زما نوم عبدالقادر دى: موږ ته اوړه، غوړي او وريجې راکړل شو، ډېر خوشاله يو، عيالداري مو ډېره ده، قريباً نولس- شل کسان يو، نور خاص کاروبار نه لرو، وروڼه او زامن مې مزدورۍ کوي، خو چندان مزدورۍ هم نه شته.

زما نوم عبدالمتين دى: له موږ سره ډېره مرسته وشوه، ډېر په خوشاله يو، زه غريب سړى يم روزانه [ورځنۍ مزدوري] کوم، په دې مرسته ډېر خوشاله يو، خداى دي دوى خوشاله کړي."

په هغو کسانو کې چې مرستې ورسره وشوې، معيوبين هم شامل وو چې ځينو يې په پېښو کې پښې بايللې وې او ځينو د سترګو بينايي بايللې وه.

برکت هم يو له دغو کسانو دى چې وايي که معذور نه واى، نو دا مرستې به يې نه واى تر لاسه کړې:

"ماته يې يو ټيم غوړي، يوه ګونۍ بوره او يوه ګونۍ اوړه راکړو، بېخي زيات په خوشاله يم. زه معذوره يم پر کور ناست يم، ما رېړۍ چلوله، بيا مې پښو ناڅاپه کار پرېښوو، دا درې کاله کېږي له کاره لوېدلى يم."

د کوټې د خېزۍ چوک په شاوخوا سيمه کې ځينې بېوزلې کورنۍ په خېمو کې هم ژوند کوي چې وايي د کرايې د کورونو وس نه لري.

د دغو کورونو مېرمنو هم دغه خوراکي مرستې تر لاسه کړې، خو ډېرې يې له دې امله چې د مرستو لپاره راوړل شوي خوراکي شيان تمام شول- ناهيله بيرته خپلو کورنيو ته ستنې شوې:

"دا يوه- يوه ګونۍ اوړه يې راکړو بل شى يې نه دي راکړي. موږ سياه سرې يو، نارينه مو خواران موچيان دي بل هېڅ کار نه لري، د کرايې پيسې نه لرو په خېمو کې اوسېږو. سړي مو نه شته يتيمان او کونډې لرو."

د دغو مرستو وېشونکى بشرپال جمال تره کى وايي، د روژې په مياشت کې يې د بېلابېلو خيرمنو او شتمنو کسانو له خوا د ورکړل شويو اتو ميليونه کلدارو خوراکي مرستې وېشلې دي او د لسو لکو کلدارو مرستې به نورې هم ووېشي:

"په افغانانو کې ما په سرانانو کېمپ کې د هغو دوه سوه ماشومانو کورنيو ته مرستې ورکړې، چې زدکړې هم کوي او د خښتو په بټيو کې کار کوي. نور هغه کونډې هم پکې شاملې دي چې کورنۍ يې سرپرست نه لري. تر لسو زرو کلدارو زيات خوراکي شيان مو يوې کورنۍ ته ورکړل."

په پاکستان او افغانستان کې د خلکو د بېوزلۍ يو علت د اولادونو ډېرښت هم بلل کېږي چې پلرونه يې ورځنۍ مزدوري کوي او د بېوزلۍ له کبله يې مناسبه نفقه نه شي برابرولاى، ځکه خو اوس تر بل هر وخت خيرمن کسان او مرستندويې ادارې پکې وخت په وخت له دغو بېوزله خلکو سره خوراکي مرستې کوي.

رپوټ: بارکوال مياخېل

XS
SM
MD
LG