د لاسرسي لېنکونه

یکشنبه ۲ تله ۱۳۹۶ کابل ۰۶:۲۷

افغانستان کې د بریاوو لمانځنه لږه بدله شوې ده


پخوا به خلکو په افغانستان کې تر اتڼونو او ډول وهلو بریاوې په ډزو ډېرې لمانځلې خو اوس دا کار نه کوي.

له ډزو ستړي شوي.

د کرکټ بورډ چارواکو ملي ټيم ته د کرکټ نړیوالې شورا د بشپړ غړیتوب د ورکړې په خوشحالۍ کیک قطع کړ او یو بل ته یې د کیک په ورکولو دا خوښي ولمانځله.

د بشپړ غړیتوب ترلاسه کول هغه هدف و چې له ډېرو لوبو او لاسته راوړنو وروسته د کرکټ ملي ټیم ته ورکړل شو.

د کرکټ د ملي ټیم یو پخوانی لوبغاړی دولت احمدزی چې اوس روزونکی دی وايي، د بشپړ غړیتوب ترلاسه کول یو خوب و چې رښتیا شو.

د کرکټ د ملي ټیم پخوانی لوبغاړی دولت احمدزی
د کرکټ د ملي ټیم پخوانی لوبغاړی دولت احمدزی

دی وايي:

"هغه وختونه چې موږ رایادوو او هغه ستونزې چې موږ ورسره مخ او څنګه مو د کرکټ ضرورتونه پوره کول او اوس ګورو چې موږ کوم مقام واخیست واقعاً د خوب لیدل دي. بې حده زیات خوشحاله یو. نن د افغانستان د کرکټ د تاریخ ډېره لویه ورځ ده."

احمدزی د هغه ټیم غړی و چې له نورو ملګرو سره یې یوځای افغان کرکټ تر دې ځایه ورسوه.

له دې وروسته به د کرکټ د ملي ټیم د کرکټ نړیوالې شورا له دایمي غړیو سره زیاتې لوبې وکړي او مالي امتیازات بې یې هم ډېر شي څو وکولای شي کرکټ ته وده ورکړي.

د کرکټ په نړیوالې شورا کې افغانستان ته د بشپړ غړیتوب ورکول هغه هم اختر ته نږدې د ډېرو په اند په داسې حال کې چې هېواد له سختو حالاتو تیریږي د اختر خوښي دوه چنده کړې ده.

صفي الله ستانکزی

XS
SM
MD
LG