د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۳۰

کابل کې زن اباد کلی څنګه اباد شو؟


د کابل په پنځلس کيلو مترۍ کې د جنوب ختيځ خوا ته افغانو کونډو د غره پر سر خپل یو کلی جوړ کړی دی. دغه کلی زن اباد نوميږي. زن اباد کلی څنګه اباد شو؟

د دې کلي مشره بي بي ذکيه چې د بي بي کوه په نوم مشهوره وه په ۲۰۱۶میلادي کال کې مړه شوه.

د دې مشره لور ۳۸ کلنه انيسه عظيمي مېړه لري خو د دې کلي له مشرانو څخه ګڼل کېږي.

د دوی کور د کلي په سر کې دی. انيسې فرانسې خبري اژانس ته ويلي چې مور يې دغه کلي ته ۱۵ کاله مخکې ورغلې وه.

د بي بي کوه لومړی مېړه د راکټ په حمله کې وژل شوی وو او دوهم واده یې له لېوره سره وشو چې وروسته له يوې ناروغۍ مړ شو.

دې به د خلکو په کورو کې جامې پريولې خو د کابل د کورونو کرايې ډېرې ګرانې وې.

انيسه وايي، په زن اباد کې ځمکې ارزانه وې. هېڅ څوک نه پوهېږي چې دا کلی لومړی چا اباد کړ.

انيسه وايي، دوی نورې ښځې هم تشويق کړې چې زن اباد ته کډه ور وړي ځکه دا ځای دوی ته تر نورو ځایو خوندي ښکاره شو.

ډېر ژر کونډو ښځو دغه کلي ته کډې وروړل پيل کړل.

بي بي کوه ښځو ته د یې غير دولتي ادارې په مرسته ليک لوست، پخلۍ او کالي ګنډل ور زده کړل.

څېړونکي ناهيد ايثار فرانسې خبري اژانس ته ويلي چې په افغانه ټولنه کې ښځو ته د ملکيت په سترګه کتل کېږي او خلک فکر کوي چې د ښځو واک يې تر واده او مېړه مخکې باید له پلار سره وي.

کونډې په ځانګړي توګه له ستونزو سره مخامخ وي ځکه ورته په ښه سترګه نه کتل کيږي او د اوږو بار ګڼل کيږي.

دوی له تاوتريخوالي سره مخامخ کېږي او ډېری وختونه اړ ايستل کېږي چې له خپلې خوښې پرته بل واده وکړي چې په اکثره مواردو کې له لېوره سره واده ته اړ ايستل کېږي.

د اټکل له مخې په افغانستان کې ۲.۵ میلیونه کونډې اوسي او ډېری يې نالوستي دي.

په افغانستان کې ډېری ښځې له کوره دباندې دندې نه لري او کله چې يې مېړونه مړه شي، له ګڼ شمېر ستونزو سره مخامخ شي.

د زن اباد هغه کونډې چې مېړونه يې په جګړه کې مړه شوي وي، د حکومت له خوا په کال کې يو ځل يو نیم سل ډالر تر لاسه کوي.

دوی د خلکو په کورو کې کارونه کوي، ځينې يې کالي ګنډي يا خپل کوچنيان بازار ته د ګدايي لپاره لېږي.

XS
SM
MD
LG