افغانستان د کرکټ د نړیوالې شورا بشپړ غړیتوب ترلاسه کړ.
دې شورا پرون په خپله کلنۍ غونډه کې افغانستان او ایرلنډ ته د دې شورا د دایمي غړیتوب او د ټسټ لوبو موقفونه ورکړل او دا دواړه اوس پر پنځوس اووریزو او شل اووریزو سیالیو سربیره پنځه ورځنۍ ټسټ لوبې هم کولای شي.
د افغانستان لپاره د کرکټ په نړیواله شورا کې د دایمي غړیتوب ګټې څه دي او له دې وروسته به د افغانستان کرکټ بورډ له کومو ننګونو سره مخامخ وي.
په دې اړه احمدتکل د کرکټ بورډ له مرستیال مشر عزیزالله فضلي سره مرکه کړې.
ښاغلي فضلي د مرکې په پیل کې د دایمي غړیتوب پر ګټو خبرې وکړې: