د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۹

روسيې پر خپلو افرادو او کمپنیو د امریکا بندیزونه غندلي


د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د اوکراین د کړکېچ له کبله د دې هېواد پر یو شمېر افرادو او کمپنیو د امریکا له خوا لګول شوي بندیزونه غندلي او ویلي یې دي چې دا اقدام به د دواړو هېوادونو ترمنځ دوه اړخېزې اړیکې له سخت ګواښ سره مخامخ کړي.

په دې اړه د روسیې د بهرنیو چارو وزارت تبصره پرون وروسته له هغه خپره شوه چې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف له خپل امریکايي سیال رېکس ټېلرسن سره ټیلیفوني خبرې وکړې.

دا د مسکو د سختو غندنو د لړۍ وروستۍ برخه ده چې پر روسیې د امریکا د بندیزونو له اعلان وروسته پیل شوې ده.

په دې بندیزونو کې چې د روانې اوونۍ په پیل کې اعلان شول په اوکراین کې د روسیې له اقداماتو سره اړوند ۳۸ افراد او شرکتونه په نښه شوي دي.

د ټېلرسن او لاوروف د ټیلیفوني خبرو په اړه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت څه نه دي ویلي.

د اروپايي ټولنې مشرانو پرون موافقه وکړه چې پر روسیې د دې ټولنې له خوا لګول شوي بندیزونه د شپږو نورو میاشتو لپاره د جنوري تر ۳۱ مې نیټې پورې وغځوي.

د اروپايي ټولنې د ۲۸ غړو هیوادو د دولتونو او حکومتونو مشرانو په بروکسل کې د دوه ورځنۍ سرمشریزې په ترڅ کې پر روسیې د بندیزونو د غځولو په اړه وروسته له هغه موافقه وکړه چې د جرمني صدراعظمې انګېلامېرکل او د فرانسې ولسمشر ایمانوئل مکرون د اوکراین په ختیځ کې د روس پلوو بیلتونپالو او اوکرایني ځواکونو ترمینځ د مینسک د موافقې د رعایت د څرنګوالي په اړه معلومات ورکړل.

د مینسک موافقه په ۲۰۱۵ کال کې د فرانسې، جرمني، روسیې او اوکراین ترمنځ په مینسک کې په دې هیله لاسلیک شوه چې د اوکراین په ختیځ کې جګړه پای ته ورسوي.

دا بندیزونه چې عمدتاً د روسیې بانکي او مالي سیسټمونه په نښه کوي لومړی د ۲۰۱۴ کال په جون او جولای میاشتو کې د اوکراین په ختیځ کې د روسیې د اقداماتو او د اوکراین پر کریمیا د یرغل او وروسته له روسیې سره د دې ټاپو د ضمیمه کولو په غبرګون کې ولګول شول.

XS
SM
MD
LG