د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۳

افغان حکومت وايي راتلونکې ټاکنې به شفافې وي


د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون له نېژدې دوه کلن ځنډ وروسته پرون د ولسي جرګې او د ولسوالیو د شوراګانو د انتخاباتو نېټه اعلان کړه خو د انتخاباتو یو شمېر کورنیو څارونکو او نړیوالو مرستندویانو سمدستي غبرګون وښود.

احمدزی: د ۱۳۹۷ د سرطان په ۱۶مه به انتخابات ترسره شي

په کابل کې د امریکا سفارت پرون په یوه بیان کې د انتخاباتو د نېټې د اعلان هرکلی وکړ خو ترڅنګ یې دا ټینګار هم وکړ چې دا انتخابات باید شفاف، عادلانه او بااعتباره وي.

د امریکا د سفارت په بیان کې یادونه شوې چې په انتخاباتو کې شفافیت د ټولو افغانانو ترمنځ د یوې اجماع د رامنځ ته کولو او د خلکو له بېلابېلو ډلو سره د سلا مشورو له لارې راتلای شي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندوی دفتر یوناما هم دې ته ورته یادونه کړې.

یوناما په یو بیان کې ویلي چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا له دې ادارې غوښتي چې د انتخاباتو په سمبالولو کې د افغان چارواکو ملاتړ وکړي څو دا بهیر هر اړخېز او بې پرې وي او ثبات یې یقیني شي.

بیان زیاتوي چې یوناما به د ولسواکۍ پر بهیر د اعتماد او د شفافیت د زیاتېدو لپاره د افغانستان له بنسټونو سره د اصلاحاتو په برخه کې مرستو ته ژمن پاتې شي.

د افغانستان د انتخاباتو د شفافیت د څار ادارې ایتوا ETWA او د انتخاباتو بلې څارونکې ټولنې ټیفا TEFA د را روانو انتخاباتو د امنیت او شفافیت په اړه اندیښنه ښودلې.

ایتوا د انتخاباتو له کمېسیونه غوښتي دي چې د انتخاباتو په بهیر کې شفافیت او د ټولو خلکو د ګډون ډاډ ورکړی څو پر انتخاباتو د خلکو باور بیا را ژوندی شي او د آزادو او عادلانه انتخاباتو بنسټ ټیفا ویلي چې روانې جګړې او ناامنۍ د انتخاباتو د شفافیت او عادلانه بهیر په وړاندې جدي ننګونې دي.

د ټیفا مشر نعیم ایوب زاده په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

د ټیفا مشر نعیم ایوب زاده
د ټیفا مشر نعیم ایوب زاده

"د امنیت مسئله ډېره مهمه مسئله ده. تر اوسه د امنیت دقیقه ارزیابي نه ده شوې او معلومه نه ده چې کوم ولایت او ولسوالۍ په امن کې دي او کومې نه دي څو لږ تر لږه د امنیتي وضعیت سره سم د انتخاباتو اړوندو پروګرامونو ته امکان برابر شي او افغانان پکې ګډون وکولای شي."

د ولسمشر مرستیال ویاند نجیب ازاد وايي، د کورنیو چارو وزارت د انتخاباتو د امنیت لپاره پوره چمتووالی نیولی، خو ښاغلي ازاد له ازادي راډیو سره په خبرو کې د انتخاباتو د شفافیت په برخه کې د اندیښنو په اړه د حکومت له دریځه ډاډ ورکړ.

نوموړی وايي:

"​هر افغان حق لري چې انتخابات وڅاري. کله چې یو څوک رایه ورکوي او په انتخاباتو کې برخه اخلي دا مسؤلیت هم لري چې د خپلې رایې پر برخلیک څارنه وکړي او د دې لپاره زمینه مساعده ده. موږ له سیاسي ګوندونو او کورنیو او نړیوالو ادارو غواړو چې دا انتخابات وڅاري څو دا پروسه شفافه وي."​

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون پرون اعلان وکړ چې د ولسي جرګې او ولسوالیو د شوراګانو انتخابات به د ۱۳۹۷ کال د چنګاښ یا سرطان په شپاړسمه نیټه کیږي.

د اساسي قانون له مخې دا انتخابات باید په ۱۳۹۴ کال کې شوي وای خو دا بهیر په بیلابیلو دلایلو تردې دمه وځنډېد.

ټیفا ټولنې د دې انتخاباتو د مالي لګښت د سرچینو په اړه- چې د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون د اټکل له مخې دوه نیم سوه میلیون ډالرو ته رسیږي هم اندیښنه ښودلې ده خو د ولسمشر مرستیال ویاند نجیب ازاد ازادي راډیو ته وویل، د دې لګښتونو لپاره څلویښت میلیون ډالر د ماليې وزارت او پاتې یې نړیوال مرستندویان ورکوي.

ښاغلي ازاد وویل، مرستندویو هېوادونو او ټولنو په دې برخه کې له افغان حکومت سره ژمنه کړې ده.

XS
SM
MD
LG