د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۵۵

احمدزی: د ۱۳۹۷ د سرطان په ۱۶مه به انتخابات ترسره شي


د افغانستان د ولسوالیو د شوراګانو او ولسي جرګې د انتخاباتو په اړه د خلکو، سیاستوالو، کارپوهانو او د ملي شورا د غړیو له اوږده انتظار وروسته، د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د دغو انتخاباتو نېټه اعلان کړې.

د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون رئیس نجیب الله احمدزي د پنجشنبې په ورځ مازیګر په کابل کې یوې خبرې ناستې ته وویل، د ولسي جرګې او ولسوالیو د شورا ګانو انتخابات به د راتلونکي کال د چنګاښ په میاشت کې ترسره شي:

"د ۱۳۹۷ کال د سرطان په ۱۶مه نېټه به د ولسوالیو د شوراګانو او د ولسي جرګې انتخابات ترسره شي."

ښاغلي احمدزي وویل، د انتخابات له قانون سره سم، د انتخاباتو لپاره ظرفیتونه لوړ شوي، تخنیکې امکانات برابر او د دولت او مرستندیو هېوادونو څخه یې د مرستو ډاډ ترلاسه کړی دی.

ده دا هم وویل، دغه انتخابات به تر ډېره ځایه د بریښنایي سیستم په ذریعه په شفافه توګه ترسره شي.

ده دا هم وویل، هیڅ لاسوهونکي او زورواکي ته به اجازه ورنه کړي چې د انتخاباتو بهیر د ځان په ګټه ګډوډ کړي.

دا په داسې حال کې ده د ولسوالیو او ولسي جرګې انتخابات باید د ۱۳۹۴ لمریز کال د سرطان په میاشت کې ترسره شوی وای. خو د ناامنیو، په انتخاباتي نظام کې د اصلاحاتو د راوستلو او د بودجې د نشتوالي له امله دغه انتخابات، شاوخوا دوه کاله وځنډېدل.

په ورته وخت کې د انتخاباتي چارو بنسټونه وايي، دغه انتخابات هغه مهال په ټاکلي وخت ترسره کیدای شي چې د انتخاباتو د قانون سره سم، د انتخاباتو ټولې اړتیاوې پوره شوي وي.

د افغانستان د انتخاباتو د څار بنسټ رئیس جان داد سپین غر
د افغانستان د انتخاباتو د څار بنسټ رئیس جان داد سپین غر

د افغانستان د انتخاباتو د څار بنسټ رئیس جان داد سپین غر په دې اړه ازادي رادیو وویل:

"اوس چې یې نېټه ځانګړې کړه، اوس هم دا شرط شته چې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د حکومت په مرسته رڼه کړنلاره لري. له دې مخکې د انتخاباتو اصلاحاتو ته پروګرام لري او پلي کولی یې شي او که یوازې یوه نېټه یې اعلان کړه او خلک پرې بوختوي."

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سازمان مرستندویه دفتر د یوې اعلامیې په خپرولو سره، د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون له اعلانه ملاتر څرګند کړی دی.

په اعلامیه کې راغلي چې د ملګرو ملتو د امنیت شورا، په افغانستان کې د یوناما دفتر ته سپارښتنه کړې چې د افغانستان د انتخاباتو ملاتړ وکړي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG