د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۸

ځیني وکیلان: د افغانستان ډیپلوماسۍ د پاکستان د مداخلو په اړه لابي‌ګري نه‌ده لرلې


د ولسي جرګې د نړیوالو اړیکو د کمېسیون یو شمېر غړي وايي، د افغانستان د ډیپلوماسۍ دستګاه په دغه هېواد کې د پاکستان د مداخلې د مواردو په اړه، لازمه لابي نه‎دی کړی.

دوی ټینګار کوي چې د افغانستان د ډيپلوماسۍ دستګاه پیاوړي حرکت ته اړتیا لري.

د دغه کمېسیون یوه غړي محمد داوود کلکاني د پنجشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې د مدون (تدوین شوي، ترتیب شوي) بهرني سیاست نشتوالی د دې لامل شوی چې افغان حکومت د سیمې او نړۍ په کچه د اړتیا وړ او مناسبه لابي ونه‌‎لري.

ښاغلی کلکاني زیاتوي چې افغان حکومت باید د افغانستان په چارو کې د پاکستان د مداخلو د مواردو په برخه کې جدي هڅه وکړي او د اسنادو په وړاندې کولو او فعالې لابي‌ګرۍ سره پاکستان د ترورېزم ملاتړی هېواد معرفي کړي.

کلکاني: افغانستان باید له دې وروسته د ډیپلوماسۍ او کمپاین په برخه کې ډېره هڅه وکړي.
کلکاني: افغانستان باید له دې وروسته د ډیپلوماسۍ او کمپاین په برخه کې ډېره هڅه وکړي.

نوموړي زیاته کړه:

"د سیمې او نړۍ په کچه باید لابي وکړي تر څو پاکستان د ترورېزم ملاتړی هېواد او طالبان ترورېستي ډله معرفي کړي، له بده مرغه تر اوسه د افغانستان ډيپلوماسي لکه څنګه چې لازمه ده فعاله نه‎وه او کومه لابي‌ګري یې هم نه‌‎درلوده، له دې وروسته باید د ډیپلوماسۍ او لابي‌ګرۍ په برخه کې ډېره هڅه وکړي."

دا په داسې حال کې ده چې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازي محمود صیقل د دغه سازمان د امنیت شورا د چهارشنبې د ورځې په غونډه کې ویلي چې د افغانستان د اندېښنو په اړه چې په سیمه کې د ترورېستانو د پټن‌‎ځایونو او د سرحدي سرغړونو په وړاندې اقدام دی، د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له‎خوا قطعي او مناسبه پرېکړه نه‎‌ده شوې.

ښاغلي صیقل ټینګار وکړ چې د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې څو حملې له هغې ډلې په کابل کې ښار کې د جوزا د میاشتې د لسمې نېټې انتحاري حمله په پاکستان کې پلان شوې وه.

افغانستان څه باندې درې میاشتې مخکې د پاکستان له مداخلو او سرغړونو نه د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته رسماً شکایت وکړ.

خو په ملګرو ملتونو کې د پاکستان استازې د چهارشنبې د ورځې په غونډه کې یو ځل بیا د افغانستان له‎خوا پر پاکستان لګول شوي تورونه رد کړل او زیاته‌یې کړه چې د پاکستان پوځ په خپله خاوره کې د ترهګرو پټن‎ځایونه له‌منځه وړي او برعکس تور یې ولګاوه چې د ترهګرو ټول پټن‌ځایونه په افغانستان کې دي.

په ورته وخت کې د نړیوالو اړیکو یو شمېر کارپوهان وايي چې که ګام په ګام لابي‌ګري ونه‌‎شي او غبرګونونه لنډ مهاله وي، نتیجه به ورنه‌‎کړي.

له دې ډلې فرهاد هاشمي ازادي راډیو ته وویل، هغه څه چې په لابي‌ګرۍ کې مهم دي د ملي لومړیتوبونو تشخیص، ګام په ګام پلان او د ډيپلوماسۍ د دستګاه له لارې یې تطبیق دی.

نوموړي زیاته کړه:

"که ګام په ګام لابي‌ګري ونه‎کړو، په لنډ مهاله او غبرګوني ډول د غږ په پورته کولو له بده مرغه کومه نتیجه لاس ته نه‌شو راوړی، پرته له دې چې پاکستان نور هم تحریک شي او زموږ په وړاندې لازیاتې حملې ترسره کړي، هغه څه چې په لابي‌ګرۍ کې مهم دي، د ملي لومړیتوبونو تشخیص، ګام په ګام پلان او د ډيپلوماسۍ د دستګاه له لارې یې تطبیق دی."

د ولسي جرګې د نړیوالو اړیکو د کمېسیون غړي ټینګار کوي چې د افغانستان د ډيپلوماسۍ په دستګاه کې باید وړ، متخصص او ژمن کسان وګمارل شي.

خو وړاندې له دې، ولسشمرۍ ماڼۍ ویلي، په خپلو هڅو سره توانېدلي چې نړیوال په دې قانع کړي چې پاکستان د ترورېزم ملاتړ کوي.

راپور: حسیب‎الله تلاش

XS
SM
MD
LG